تازه سرليکونه
د (فتوا لمونځ) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا:د جمعې لمونځ، د امام په صف کي درېدل
 
  November 28, 2013
  0

 تعليم الاسلام دارالافتاء


د صادرې شميره : (۹۹۰)

نوم: حامدالله

د اوسېدو ځاى: ( ویرجینیا )

سوال : یو مسجد دامریکا په یوه پراخه ښار کښي دي چیرته چي مسلمانان زیات اوسیږي نو د مسجد ساحه ډېره کوچنی ده او خلګ نه سی کولای چي پر  یو وخت ټول لمونځ وکړي، نو دلته دوي یو داسي طریقه جوړه کړی چي د جمعې په لمانځه کي ازدهام د خلګو زیات وی نو د جمعې لمونځ پر درې وخته کوی او لمونځ هم د مختلفو خلګو او امامانو په وسیله کېږي، مثال دلته د جمعې اول لمونځ پر ۱۲:۰۰ بجې کیږي او دوهم لمونځ پر ۰۱:۰۰ کیږي او دریم لمونځ پر ۰۲:۰۰ بجې کیږي، البته د هر  لمانځه لپاره بېل بېل آذان کیږي، او بېلي بېلې خطبې ویل کیږي، اوس پوښتنه داده چي دا لمونځونه صحیح کېږي او که نه، ځکه په بېل بېل وختو کي اجرا کیږي؟ او دلته په مسجد کښی امام د خلګو نه مخکښی (مخته) نه دریږي، بلکه د خلګو سره یوځای په لمړي صف کي دریږي، آیا زما لمونځ په دوي پسي صحیح کیږي او که نه؟ ځکه فکر کوم دوي د بل مذهب دي؟ 

او د آمریکا حکومت او نظام غیري اسلامي دي ایا دلته هم د جمعې لمونځ صحت لري او که نه؟ 

 جواب : 

حامداً و مصلياً

۱: په یوه جامع مسجد کي تکرار د جمعې مکروه دی، په کوم ځای کي چي د جمعې لمونځ صحیح کیږي بې له جامع مسجد په بل پراخه ځای کي هم کیږي. (۳)

۲: امام که د ضرورت په وجه په صف ودریږي جائز دی(۴)، د بل مذهب په امام پسي لمونځ روا دی ترڅو چي د اوداسه ماتونکی شی پکښي ونه ویني.

۳: په غیر اسلامي هیوادونو کي د جمعې لمونځ صحیح دی.(۶)
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(١): وأفاد أن المساجد تغلق يوم الجمعة إلا الجامع قال العلامة الشامي والظاهر أنه يغلق أيضا بعد إقامة الجمعة لئلا يجتمع فيه أحد بعدها. الدرالمختار: ج۱، ص۶۰۴، باب الجمعة، طبع رشیدیة.
(۲):والمسافرون إذا حضروا يوم الجمعة في مصر يصلون فرادى وكذلك أهل المصر إذا فاتتهم الجمعة وأهل السجن والمرض ويكره لهم الجماعة. الفتاوی الهندیة: ج۱، ص۱۴۵. 
(۳): وتؤدى في مصر واحد بمواضع كثيرة مطلقاعلى المذهب وعليه الفتوى. الدرالمختار، باب الجمعة. 
(۴): ولو كانوا جماعة فينبغي للإمام أن يتقدم ، ولو لم يتقدم إلا أنه أقام على ميمنة الصف أو على ميسرته أو قام في وسط الصف فإنه يجوز ويكره. البحرالرائق: ج۱، ص۳۵۲، باب الامامة، طبع: رشیدیة.
(۵): والاقتداء بشافعي المذهب إنما يصح إذا كان الإمام يتحامى مواضع الخلاف بأن يتوضأ من الخارج النجس من غير السبيلين. الفتاوي الهندیة: ج۱، ص۸۴. 
(۶): دارالحرب میں نماز جمعه پڑهنا درست ہے کیونکه صحابه رضی الله عنهم نے مدینه منوره میں نماز جمعه پڑهی حالانکه اس وقت پیغمبر صلی الله علیه وسلم نے نه هجرت کی تهی اور نه کوئی والی اور قاضی مقرر کیاتها. فتاوی فریدیة: ج۳، ص۱۴۵، فلوالولاة کفارا یجوز للمسلمین. للعلامة الشیخ عبدالحق رحمه الله (شیخ دارالعلوم دیوبند- هند)

جواب: مولوي عبدالهادي اغا
الجواب صحيح: مولوي سيد عبدالباري و مولوي عبدالغفار حسيني
تعليم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته