تازه سرليکونه
د (فتوا لمونځ) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا: په کومو حالاتو کي سجده سهوه کیږي؟
 
  June 12, 2013
  0

 تعليم الاسلام دارالافتاء


د صادرې شميره : (٨۴۸)

نوم: عطاو الله
                                             
سوال :په لمانځه کي په کومو حالاتو کي سجده سهوه لازميږي؟

 جواب : 

حامداً و مصلياً

د اکثرو علماؤ په  آند سجده سهوه په شپږو حالاتو کي واجبيږي.

(١): په تقديم د رکن سره: لکه د قرائت ويلو دمخه رکوع کول او یا تر رکوع دمخه سجده کول .
(٢): په تاخير د رکن سره: لکه وروستۍ دوهمه سجده پريښودل او په دوهم رکعت کي کول.
(٣): په تکرار د رکن سره: لکه دوې رکوعوي يا درې سجدې کول.
(٤): په تغير دواجب سره: لکه په سري( پټ) لمانځه کي قرائت په زوره ويل يا په جهري ( په زوره) لمانځه کي قرائت کرار ويل. 
(٥):  په ترک د واجبو سره: لکه اوله ناسته پريښودل.
(٦): د هغه سنت په ترک سره چي نسبت يې و ټول لمانځه ته کيږي، لکه په اوله ناسته کي د التحيات ويل پريښودل.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(١): ٢٧٥٢:م: اکثر المشائخ على ان سجود السهو يجب بستة اشياء: بتقديم رکن، و بتاخير رکن و بتکرار رکن و بتغير واجب و بترک واجب ، و بترک سنة يضاف الى جميع الصلاة اما تقديم رکن نحو ان يرکع قبل ان يقرا ويسجد قبل قبل ان يرکع و تاخير رکن ان يترک سجده صلبية،  سهوا... الخ. فتاوي التاتارخانية: ج٢، ص٣٨٨، طبع رشيديه.

(٢): و اشار الیه صاحب الجوهرة اذا سها الاذکار لا یجیب السهو کما اذا سها عن الثناء والتعوذ وتکبیرات الرکوع..... إلا في خمسة مواضع : تكبيرات العيد والقنوت والتشهد والقراءة وتأخير السلام عن موضعه . الجوهرۀ النيرة: ج١، ص٩٢، طبع امدادية ملتان.

جواب: مولوي سيد عبدالباري 
الجواب صحيح: مولوي عبدالهادي اغا و مولوي عبدالغفار حسيني
تعليم الاسلام دارالافتاء
کندهارافغانستان

سرته