تازه سرليکونه
د (فتوا طهارت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا: که څوک په نجاست وروسته خبر سي
 
  June 12, 2013
  0

 تعليم الاسلام دارالافتاء


د صادرې شميره : (٨۴۷)

نوم: سعيدي
                                                    
سوال :که چيري د يو انسان پر کالو نجاست پيدا سي وروسته دده ورته فکر  سي او لمونځ يې هم په دغه کالو کي کړى وى اوس ده ته نه معلوميږي چي دا نجاست د څه وخت راهيسي دده پر کالو پروت دى، نو دى به څو لمونځونه راګرځوي.

 جواب : 

حامداً و مصلياً

که چيري دا نجاست د يوه درهم  د ګیردي والي یا دایرې په اندازه يا تر هغه کم وي، نو بيا د لمانځه راګرځول نسته البته که د درهم تر ګیردي والي  زيات وي بيا د لمانځه راګرځول واجب دی، اوس چي تاسو ته معلومه نه ده چي څه وخت به دا نجاست لګېدلى وي، نو ددې په هکله فقهاؤ کرام دا وايي: که چير دا نجاست مني وي نو کوم وخت چي بيده سوى دى او بيا را بيداره سو له هغه وخته څخه نجس ګڼل کيږي، که چيري لوی بولي يا کوچنۍ بولي وي نو د قضايې حاجت له وخته نجس ګڼل کيږي، او که څه بل نجاست وي نو چي څه وخت يې علم باندي راغلی له هغه وخته څخه نجس ګڼل کيږي، نو چي نجاست ورته ثابت سو څومره وخت چي تېر سوي دى، د هغه وخت لمونځونه دي را وګرځوي.

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(١): النجاسة إن كانت غليظة وهي أكثر من قدر الدرهم فغسلها فريضة والصلاة بها باطلة وإن كانت مقدار درهم فغسلها واجب والصلاة معها جائزة. الفتاوي الهنديه: ج١، ص٥٨. الباب الثالث في شروط الصلوة.

(٢): وقالا من وقت العلم فلا يلزمهم شيء قبله (فرع) وجد في ثوبه منيا أو بولا أو دما  أعاد من آخر احتلام وبول ورعاف. الدرالمختار: ج١، ص٢١٩، فصل في البئر. طبع سعيد.

جواب: مولوي عبدالغفار حسيني 
الجواب صحيح: مولوي عبدالهادي اغا و مولوي سيد عبدالباري 
تعليم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته