تازه سرليکونه
د (فتوا بېلابېل مسائل) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا: د اولاد ترمنځ څومره وقفه لازمه ده؟
 
  June 9, 2013
  0

 تعليم الاسلام دارالافتاء


مسلسله شمېره : (۸۲۷)

نوم: نويدالله

سوال : په اسلام کي د اولاد تر منځ څومره وقفه لازم ده؟

 جواب : 

حامداً و مصلياً

په شريعت کښي د اولاد ترمنځ څه  محدود او ټاکلی وخت نسته، البته که د حمل منع په داسي ډول کوي چي د بیا زېږېدني قوت د منځه نه وړي او د مؤقت وخت لپاره حمل قرار ونه نيسي نو دا ډول مؤقتي وقفه د عذر پر بناء جائز  ده.
ځني عذرونه په دې ډول دي، مثلاً:

١-  ښځه دومره کمزوري وي چي د حمل بار نه سي زغملای.
٢- د موجوده هلک د روغتیا د خرابيدلو سخته خطره وي.
٣- يا د زمانې د فساد له کبله بد اخلاقه کيږي او د مور او پلار لپاره د رسوائي سبب او ذريعه ګرځي.
٤- يا کوم ديندار، ماهر طبيب د ښځي حالت معاينه کړي نو دا ورته وايي که چيري د ښځي حمل قرار ونيسي نو د ښځي یا د هغې د يوه اندام سخته خطره سته، نو که په داسي صورتونو کي د اولاد ترمنځ وقفه وسي څه پروا نه لري.
 
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(١): وفي الفتاوى إن خاف من الولد السوء في الحرة يسعه العزل بغير رضاها لفساد الزمان ، فليعتبر مثله من الأعذار مسقطا لإذنها.ا ه... ويحتمل أنه أراد إلحاق مثل هذا العذر به كأن يكون في سفر بعيد ، أو في دار الحرب فخاف على الولد ، أو كانت الزوجة سيئة الخلق ويريد فراقها فخاف أن تحبل ، وكذا ما يأتي. ردالمحتار: ج٢، ص٤١٢، طبع رشيديه.

(۲): الضرورات تبیح المحظورات. شرح الاشباه والنظائر: ج۱، ص۲۵۱، طبع: ادارة القران

(۳):آپ کے مسائل اور ان کا حل: ج۶، ص۴۸۰

(۴):احسن الفتاوی: ج۸، ص۳۵۰

جواب: مولوي عبدالغفار حسني 
الجواب صحيح: مولوي عبدالهادي اغا و مولوي سید عبدالباري
تعليم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته