تازه سرليکونه
د (فتوا معاملات) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا: د بانک څخه په کښت موټر رانیول
 
  May 12, 2013
  0

 تعليم الاسلام دارالافتاء


د صادرې شميره : (۸۰۹)

نوم:شاولي  احمد زى
                                                       
سوال :په کويټ کي عام خلګ موټران په کښتونو اخلي، ما هم دا کار کړى دى موټر مي په کښت رانيولى بيا چا راته وويل چي دا سود دى، نو ما چي دا موټر واخيست دا ماله بانک څخه نه دى اخستى بل چا د بانک څخه اخيستى دى، چي څلور مياشتي وروسته يو کس ورڅخه واخيست(١٦٠٠) ديناره يې نغدي ورکړې(٥٠٠٠) ديناره دي بيا د مياشتي ١٧٠ ديناره ورکول دوې مياشتي وروسته له هغه څخه ما واخيست(٢٥٠٠) نغدى او (٥٠٠٠)د مياشتي ١٧٠ ديناره نو ماته پنځه کيسته پاته وه چي يو کس راته وويل چي دا سود دى، نو هغه مي د پنځو مياشتو نغدى ورته ورکړي، ځان مي ترې خلاص کړنو اوس زه څه وکړم او ماته څه کول په کار دى، ايا دا سود دى او که نه؟

 جواب : 

حامداً و مصلياً

بانکونه چي يو شى پر يو چا په قسطونو خرڅوي(۱)، په عمومي ډول هغوی دا معامله په دې  شرط کوي چي که يو قسط تر خپل ټاکلي معاد وځنډول سي، بانک د مشتري څخه پر هغه ټاکلي مقدار فيصدي د سود په ډول اخلي ځکه نو د بانکونو څخه په دغه ډول شرطونو په قسط، شى رانيول جواز نلري، (۲)  او که بالفرض د قسط پر ځنډولو يې سود يا جرمانه نه اخيستل، بيا د بانک څخه په قسط شى رانيول جواز لري.

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(١): نقد اور ادهار کي قيمت ميں فرق ہونا منع نہيں مگر قسطيں و متعين هوجائيں اور پهر یه نه ہو که کسى قسط کے وقت متعين پر وصول نه ہونے  سے مزيد اضافه قيمت مي کيا جائے وصول شده رقوم هي ضبط هو جائے اور موټر سائيکل بهى هاته سے چلى جائے تو شرعاً يه معامله درست نهيں ہے بلکه سود اور جُوا ہوگا. فتاوي محموديه: ج١٦، ص٤٧.
(٢): جديد فقهى مباحث: ج٢٥، ص٢٨. طبع: ادارة القران.


جواب: مولوي سيد عبدالباري 
الجواب صحيح: مولوي عبدالهادى اغا و مولوي عبدالغفار حسيني
تعليم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته