تازه سرليکونه
د (فتوا طلاق) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا: که خاوند د کور څخه خوابدی سي نو
 
  April 7, 2013
  0

 تعليم الاسلام دار الافتاء


مسلسله شمېره : (۶۶۹)

د اوسېدو ځای: هلمند
 
سوال : زموږ په دوستانو کي يو شخص د خپل پلار څخه خوابدى سوى دي او د کور څخه تللى دى نوموړي شخص واده هم لري او تر اوسه پوري کوچنيان نه لري تقيريباً اوس يې اته مياشتي کيږي کله چي مور او يا نور وروڼه تليفون ور وکړي  نو هغه شخص وايې چي زه کور ته نه درځم نو دهغه ښځه به تر څه وخت پوري انتظار ورته کوي او ترڅو پوري به په دغه کور کي يوازي اوسېږي.

 جواب : 

حامداً و مصلياً

که چيري دغه  کس د الله په نامه دا ډول قسم خوړلى وي چي زه خپلي ښځي ته څلور مياشتي يا تر څلور مياشتي زيات نه ور نژدي کېږماو  بيا په دغه موده کي که ور نژدې نه سو نو بائن طلاق واقع کيږي.(١)
او که يې دا رنګه قسم نه وي خوړلۍ نو بيا که هر څومره زمانه تيره سي طلاق نه واقع کیږي ، البته د خپلي ښځي حقوق يې ضائع کړه نو په ګناه کښي مبتلا دى (٢). البته ښځه به انتظار کوي.

جواب: مولوي سيد عبدالباري
الجواب صحيح: مولوي عبدالهادي اغا و مولوي سيد عبدالباري
تعليم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۱): وَالإْيلاَءُ فِي الاِصْطِلاَحِ يُعَرِّفُهُ الْحَنَفِيَّةُ أَنْ يَحْلِفَ الزَّوْجُ بِاللَّهِ تَعَالَى ، أَوْ بِصِفَةٍ مِنْ صِفَاتِهِ الَّتِي يُحْلَفُ بِهَا ، أَلاَّ يَقْرَبَ زَوْجَتَهُ أَرْبَعَةَ أَشْهُرٍ أَوْ أَكْثَر.... الموسوعة الفقهية: ج٧، ص٢٢١. و کذا في الهدايه المجلد الثاني: ص٩٦.
(٢): وقال العلامه ابن عابدين رحمة الله تعالى: وَيُؤَيِّدُ ذَلِكَ أَنَّ عُمَرَ رَضِيَ اللَّهُ تَعَالَى عَنْهُ لَمَّا سَمِعَ فِي اللَّيْلِ امْرَأَةً تَقُولُ.... فَسَأَلَ بِنْتَه حَفْصَةَ : كَمْ تَصْبِرُ الْمَرْأَةُ عَنْ الرَّجُلِ : فَقَالَتْ أَرْبَعَةَ أَشْهُرٍ ، فَأَمَرَ أُمَرَاءَ الْأَجْنَادِ أَنْ لَا يَتَخَلَّفَ الْمُتَزَوِّجُ عَنْ أَهْلِهِ أَكْثَرَ مِنْهَا. رد المحتار: ج٢، ص٤٣٢، کتاب النکاح، باب القسم. طبع مکتبه رشيديه.
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته