تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د طوطي د لا إله إلا الله د ویلو قصه
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  February 10, 2022
  0
رالېږونکی: ناصر هاشمي
 
یو وخت یوه استاد خپلو شاګردانو ته دعقیدې درس ورکاوه او د لا إله إلا الله په اړه یې معلومات او تشریحات ورکول ، دې استاد له پیشوګانو او مرغانو سره مینه لرله یوه ورځ یې یوه شاګرد طوطي ورته راوړ د وخت په تېرېدلو سره د استاد مینه له طوطي سره زیاته شوه آن چې د درس په مهال به یې هم له ځانه سره لاره او تردې پوري چې طوطي د لا اله الا الله کلمه ډیره په خوند زده کړه او شپه او ورځ به یې دا کلمه ویله .
 
یوه ورځ شاګردانو خپل استاد په داسي حال کې وموند چې ډېر سخت یې ژړل، کله چې هغوی د ژړا د لامل پوښتنه وکړه ده ورته وول : یوې پیشو زما طوطي مړ کړی.
 
هغوی ورته وویل : ایا په طوطي باندي دومره زیات ژاړې ؟!! که غواړې موږ به همدا اوس تر هغه ښه او ښایسته طوطي درته راوړو؟
 
استاد ورته وویل : پر طوطي نه ژاړم ، ژاړم پردې چي کله زما طوطي پیشو ونیوی نو هغه په چغارو پیل وکړی او تر مرګه یې چغې وهلي، زما د طوطي لا اله الا الله ډېره ښه زده وه او هرو خت به یې ویله هم خو کله چي پیشو حمله پرې وکړه نو دا کلمه یې هیره شوه او یواځې چیغي یې پر خوله پاته شوې ځکه دا کلمه ده یواځي په ژبه زده کړي وه او زړه ته یې نه وه لویدلې او نه د زړه له تله پرې پوهیده.
 
اوبیا استاد وویل :زه ویریږم چې موږ ددې طوطي په څېر نشو په ژوند کې خو لا اله الا الله ډیره وایو او ذکر یې هم کوو او خدای مکړه د مرګ په مهال یې هیره نه کړو ځکه دا ویره پکار ده چې هسي نه زموږ زړونه هم د هغه طوطي په څیر تش پاته وې ، په دي سره یې ټولو شاګردانو هم وژړل.
 
عن أبي هريرة عن النبي صلى الله عليه وسلم قال : أسعد الناس بشفاعتي يوم القيامة من قال : لا إله إلا الله خالصا من قلبه أونفسه "  رواه البخاري
 
 
اللهم اجعل اخر كلامنا من الدنيا شهادة ان لا اله الا الله و ان محمد رسول الله
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته