تازه سرليکونه
د (فتوا طلاق) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا: د طلاق د له منځه وړلو لاري چاري
 
  March 31, 2013
  0

 تعليم الاسلام دارالافتاء


مسلسله شمېره : (٣٦٦)

نوم:نذيراحمد حنيف       

سوال :د طلاق د  له منځه وړلو لپاره يوه لاره بيانکاح کول دي بله کومه طريقه که يې وي راته ويې ښه ياست؟
 
جواب : 

حامداً و مصلياً

يوه طريقه خو يې نکاح کول دي، بله لاره يې داده: که چيري دغه کس رجعي طلاق ورکړی وي نو د عدې په موده کي په رجوع کولو  ښځه ورته حلاليږي او  رجوع هم په ژبي سره کیږي چي داسي ووايي: ما تاته رجوع کړې ده، او يا مي خپلي ښځي ته رجوع کړې ده، او هم عملاً کیږي لکه نژدېکت ورسره کول. 

که يې چیري په کنايي الفاظو طلاق ورکړی وي نو بېله نکاح تړلو څخه نه حلالیږي او که يې دا دریم طلاق وي بیا نو د نکاح په نوې کولو لا هم نه حلالیږي.

جواب: مولوي عبدالغفار حسني 
الجواب صحيح: مولوي عبدالهادي اغاو مولوي سيد عبدالباري
تعليم الاسلم دارالافتاء
کندهار افغانستان

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(١): وإذا طلق الرجل امرأته تطليقة رجعية أو تطليقتين فله أن يراجعها في عدتها... الخ والرجعة أن يقول راجعتك أو راجعت امرأتي. الهدايه: ج٢، ص٨٩، کتاب الرجعة.

(٢): وإذا كان الطلاق بائنا دون الثلاث فله أن يتزوجها في العدة وبعد انقضائها. الهدايه: ج٢، ص٩٤، کتاب الرجعة.

(٣): وإن كان الطلاق ثلاثا في الحرة أو ثنتين في الأمة لم تحل له حتى تنكح زوجا غيره نكاحا صحيحا ويدخل بها ثم....الخ. الهدايه: ج٢، ص٩٤. کتاب الرجعة.
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته