تازه سرليکونه
د (فتوا معاملات) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا: ایا اجاره تر ۳ کالو زیات صحت لري؟
 
  March 11, 2013
  0

 تعليم الاسلام دارالافتاء


مسلسله شمېره : (٣۷۷)


نوم: روح الله هلالي

د اوسېدو ځای: بلوچستان پښين

سوال : اجاره تر ٣کالو زيات صحت لري که نه او اصلي موده د اجارې څومره ده او فتوا د چا پر مذهب ده؟

 جواب : 

حامداً و مصلياً

د اجارې شرعي مفهوم او معنى ده چي د يو شي د منفعت (نفع ورکول يا اخيستل) مالک جوړول په عوض (بدل ) سره .
د اجارې لپاره معين وخت نسته سواء( د وقف مال يا مال يتيم) د مال مالک يا د مځکي مالک به خپل شي ته نيټه معلوموي البته هغه نېټه چي هر څو کاله وي که تر دومره وخته پوري وي چي د اجارې ورکوونکي او اخيستونکي ژوندي نه پاته کيږي لا هم صحيح ده .

جواب: مولوي عبدالغفار حسني
الجواب صحيح: مولوي عبدالهادي اغاو مولوي سيد عبدالباري
تعليم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان


ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(١): للمالک ان يوجر ماله وملکه لغيره مدة معلومة قصيرة کانت او طويلة کالسنين. المادة: ص٤٨٤.
(٢): وکانت المدة لايعيشان الي مثلها عادةً .....الخ . شرح مجله: ج٢، ص٥٧٤.
(٣): وهي الاجارة تمليک نفع بعوض . الدرمختار: کتاب الاجارة . 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته