تازه سرليکونه
سود او د هغه پېژندنه
 
  March 9, 2013
  0

 سود

سود ته په عربي ربا وايي ، د سود د پيژندني لپاره د لاندي اصطلاحاتو پېژندل ضروري دي .

قَدْر
قَدْر د شي اندازې ته وايي يعني دا چي يو شى د بل شي برابر وي ، خو دلته د قَدْر څخه مراد د شيانو د اندازې معلومولو شرعي معيار دى ، په تاله خرڅېدونکي شيان په قدر کي يو بلل کيږي ځکه د اندازې معلومولو معيار يې وزن دى ، په پيمانه خرڅېدونکي شيان په قدر کي يو دي ځکه د اندازې معلومولو معيار يې کَيل دى .

مَکِيل او مَوْزُون
 مَكَيْل هغه شي ته وايي چي  په پيمانه خرڅيږي د كَيْل معنا پيمانه کول . 
نن زمانه کي پطرول په مَكِيلي شيانو کي شمېرل کيږي ځکه چي په لېټر خرڅيږي .
مَوزُون هغه شي ته وايي چي په تاله خرڅيږي د وزن معنا تلل . 
ورجي مَوْزُوني دي ځکه چي په كيلو او من کټ خرڅيږي .

غنم ، وربشي ، مالګه او خرما که څه هم نن ورځ په وزن او تاله خرڅيږي خو بيا هم شرعًا مَوْزُوني نه بلل کيږي بلکي د تل د پاره د مَكِيلي شيانو حکم لري .
ځکه چي دا څلور واړه شيان رسول الله صلی الله علیه وسلم مَكِيلي بللي دي ، او د رسول الله صلی الله علیه وسلم په زمانه کي په صاع يعني په پيمانه خرڅېدل .

سره زر او سپين زر رسول الله صلي الله عليه و سلم مَوْزُوني بللي دي ، نو د تل د پاره شرعًا مَوْزُوني بلل کيږي او اوس هم په وزن او تاله خرڅيږي .
د پورته شپږو شيانو څخه ماسيوا بل هر شى د خلکو په اصطلاح او رواج پوري اړه لري .

کوم شيان چي د رواج له مخي په تاله خرڅيږي هغه د وزني شيانو حکم لري او کوم شيان چي د خلکو د عادت له مخي په پيمانه خرڅيږي هغه د مَكِيلي شيانو حکم لري .
عَدَدي :  عَدَدي هغو شيانو ته وايي چي په دانه ګي خرڅيږي لکه کتاب او قلم .
 

ماخذ: فقه المبتدي، دریم ټوک- معاملات
مؤلف: مولوي محمد عمر خطابي
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته