تازه سرليکونه
د (فتوا حلال او حرام) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا: د تقلید یا عدم تقلید شرعي حکم
 
  January 31, 2013
  0

 تعلیم الاسلام دارالافتاء


مسلسله شميره : (۵۲۳)

نوم: انجنير نثار احمد الکوزى

د اوسېدو ځای: لغمان
          
سوال : د تقلید او عدم تقلید په باره کي دقران او حدیثو په رڼا کي مفصل معلومات راکړئ ؟
 
 جواب : 
 
حامدًا و مصلياً
 
د اسلام د علماء کرامو تقليد،  متابعت او پيروي په اياتونو د قران او احاديثو سره ثابته ده .
 
الله جل جلاله فرمايي: فَاسْأَلُوا أَهْلَ الذِّكْرِ إِنْ كُنْتُمْ لَا تَعْلَمُونَ. یعني تاسي د مسئلې سوال کوي د علماوو څخه د هغو متابعت کوي که چيري تاسي لره علم  نه وي (١).
 
بل ځای  الله جل جلاله فرمايي: وَلَوْ رَدُّوهُ إِلَى الرَّسُولِ وَإِلَى أُولِي الْأَمْرِ مِنْهُمْ لَعَلِمَهُ الَّذِينَ يَسْتَنْبِطُونَهُ مِنْهُمْ. که چيري تاسي وسپاري هغه کار او خبره و نبى عليه  الصلاة والسلام او علماء د صحابو کرامو ته د پاره د معلومات د خبر . دوي به را وباسي معلومات د خبري پخپل زرکتيا او تجربې سره.  په دې آيت کي اشاره ده دې ته چي څوک د يو کار په نفع او ضرر  او په حل او حرمت نه پوهيږي نو دى به د اولي  الامر او اهل راى متابعت کوي (٢) .
 
په دې حديث شریف کي: :... فعليكم بسنتي وسنة الخلفاء الراشدين المهديين عضوا عليها بالنواجذ د صحابه کرامو رضي الله تعالى عنهم د متابعت (تقليد) امر سوى دى (٣).
 
د امامانو پر  تقليد د مسلمانانو اصطلاح او تعامل راغلى دى چي دا حسن کار دى (٤).
 
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي : تاسو د امت لوی جماعت (د خواصولکه محدثين ، مفسرين ، فقهاء او د احادیثو د شارحينو) متابعت کوئ .(٥)
 
الجواب : مولوي رفيع الله 
الجواب صحيح : مولوي عبدالهادي اغا او مولوي سيد عبدالباري 
تعليم الاسلام درالافتاء
کندهار افغانستان
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۱) : سورت النحل ايت ٤٣ .
 
(٢) : سورت النساء ايت ٨٣ .
 
(٣) : رواه الترمذي و ابن ماجه
 
(۴) : مَا رَآهُ الْمُؤْمِنُ حَسَنًا فَهُوَ عِنْدَ اللهِ حَسَنٌ ، وَمَا رَآهُ الْمُؤْمِنُونَ قَبِيحًا فَهُوَ عِنْدَ اللهِ قَبِيحٌ. رواه احمد،  وفي مسند البزار و رواه طبراني في الکبیر.
 
(٥): اتبعوا السواد الاعظم. مشکوة، رواه ابن ماجه وفي المستدرک علی الصحیحین.
 
(۶): وعن علي قال: قلت: يا رسول الله إن نزل بنا أمر ليس فيه بيان أمر ولا نهي فما تأمرنا؟ قال: "شاوروا فيه الفقهاء والعابدين ولا تمضوا فيه رأي خاصة". الهيثمي في مجمع الزوائد ورواه الطبراني في الأوسط ورجاله موثقون من أهل الصحيح.
 
یادونه: د تقلید د اثبات په اړه دې علمي کتاب هم تفصیلي بحث کړی دی: د تقلید شرعي حیثیت
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته