تازه سرليکونه
د (فتوا بېلابېل مسائل) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا: د نبي، صحابي یا تابعي نوم ذکر سي
 
  January 25, 2013
  0

 تعليم الاسلام دارالافتاء


مسلسله شمېره : (٤٣٣)

نوم: نذيراحمد نظيف                                                                                

سوال : ایادا ګناه لری چی که ده کوم پیغمبر،صحابی، تابعی ،امام،عالم،پیر،نوم یاد کړل سی مګر  په هغه وحت ددوی ده نوم سره (ص)،(ع)،(رض)،(رض).(رحمته ع)،وه نه ویل سی که څنګه؟

جواب :

حامداً و مصلياً

د رسول الله صلي الله عليه وسلم نوم مبارک چي په يومجلس کي ياد سي نو درود ويل پر اورېدونکي باندي واجب دی او که یې نوم په يوه مجلس کي تکراراً ذکر سي نو بيا فتوا پر دې قول ده چي د درود شریف بیا  ويل واجب نه دي،(١) ، بلکي مستحب دی که څه هم  امام طحاوي رحمة الله علیه د ده مبارک د نوم د تکرارېدو سره د درود شریف تکرارول واجب  بولي  (٢).

او دا نور چي په سوال کي ذکر سوي دي هغه مستحب او افضل دي که يې څوک ونه وايي ګناه نه لري .

جواب : مولوي عبدالهادي اغا
الجواب صحيح : مولوي سيد عبدالباري 
تعليم الاسلام دارالافتاء
کندهار ،افغانستان 


ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۱) : وَحَاصِلُهُ أَنَّ الْوُجُوبَ يَتَدَاخَلُ فِي الْمَجْلِسِ فَيَكْتَفِي بِمَرَّةٍ لِلْحَرَجِ كَمَا فِي السُّجُودِ إلَّا أَنَّهُ يُنْدَبُ تَكْرَارُ الصَّلَاةِ فِي الْمَجْلِسِ الْوَاحِدِ ، بِخِلَافِ السُّجُودِ . شامي ،ج١ ،ص٣٨١ .
 
(٢): والمذهب استحبابه أي التكرار وعليه الفتوى. الدرالمختار ،ج١  ،ص٣٨٢ .
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته