تازه سرليکونه
د (فتوا نکاح) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا: یواځي د ملاصاحب په شاهدي نکاح
 
  January 19, 2013
  0

 تعليم الاسلام دارالافتاء 


مسلسله شمېره : (٤٤٨)

نوم: محمد شريف قريشي
         
سوال : که چيري یو هلک او انجلی ډير سره ګران وی د دوی د کورنی نه وی  خوښه چی واده يی وکړی او د دوی په مينځ کی يو ملا صاحب وی او بل شاهد نه وی ايا د دوی نکاح روايت لری او که نه ؟
 
جواب :
 حامداً  و مصلیاً

د نکاح د صحت لپاره د دوو شاهدانو حضور شرط دی، دواړه شاهدان به عاقلان ،بالغان اومسلمانان وي،  دواړه به نارینه او  يايو نارینه او  دوې ښځې وي- يوازي د ملاصاحب په حضور  سره شرط  نه دى پوره نو نکاح هم نه صحيح کیږي .

جواب : مولوي عبدالهادي آغا
الجواب  صحيح : مولوي سيد عبدالباري
تعليم الاسلام دارالافتاء 
کندهار افغانستان




ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ 
(۱) : ولا ينعقد نكاح المسلمين إلا بحضور شاهدين حرين عاقلين بالغين مسلمين رجلين أو رجل وامرأتين. الهدایة، ج۲، ص۲، کتاپ النکاح 
 
(۲): وَمِنْهَا  الشَّهَادَةُ قَالَ عَامَّةُ الْعُلَمَاءِ  إنَّهَا شَرْطُ جَوَازِ النِّكَاحِ هَكَذَا فِي الْبَدَائِعِ وَشُرِطَ فِي الشَّاهِدِ أَرْبَعَةُ أُمُورٍ: الْحُرِّيَّةُ وَالْعَقْلُ وَالْبُلُوغُ وَالْإِسْلَامُ. الفتاوی الهندیة،ج۱ ،ص۲۶۷، کتاب النکاح 
 
(٣): قَالَ يَنْعَقِدُ النِّكَاحُ بِالْكِتَابِ كَمَا يَنْعَقِدُ بِالْخِطَابِ ، وَصُورَتُهُ : أَنْ يَكْتُبَ إلَيْهَا يَخْطُبُهَا فَإِذَا بَلَغَهَا الْكِتَابُ أَحْضَرْت الشُّهُودَ وَقَرَأَتْهُ عَلَيْهِمْ وَقَالَتْ زَوَّجْت نَفْسِي مِنْهُ أَوْ تَقُولُ إنَّ فُلَانًا كَتَبَ إلَيَّ يَخْطُبُنِي فَاشْهَدُوا أَنِّي زَوَّجْت نَفْسِي مِنْهُ. ردالمحتار ،ج٢ ،ص٢٨٨ ، مطلب التزوج بارسال کتاب .
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته