تازه سرليکونه
د (فتوا اسلامي عقايد) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا: هر څه په تقدیر کي وي نو ولي دعا
  تعلیم الاسلام
  January 17, 2013
  0

 تعلیم الاسلام دارالافتاء

 
مسلسله شمېره : (٤٢٠)
 
نوم:  عبدالکبير       
 
سوال : هرڅه چي زما په تقدير کي ليکلي وي هغه به کېږي نو ولي دعا کوو ؟ او که په دعا سره تقدير بدليږي نو بيا پر تقدير ولي عقيده کوو هرڅه چي الله جل جلاله زما په تقدير کي ليکلي وي هغه به کېږي .
 
جواب :
 
 د تقدیر په مسئله ځان پوه کول او پر دې بحث مباحثه کول زموږ تر طاقت ډیر لوړه خبره ده،  پر موږ باندي دا عقیده لازمه او فرض ده چي الله جل جلاله د مخلوق د  پیداکولو تر مخه  د  بنده ګانو اعمال هغه  که خیر وي او که شر  ټول په لوح محفوظ کي نوشته کړي دي او ټوله په قضاء او  په تقدیر او په اراده او مشیت ده هغه ذات دي خو الله جل جلاله ایمان او طاعت خوښوی او پر دې يې د ثواب وعده کړې ده مګر الله تعالی کفر او ګناه نه خوښوي او پر دې يې د عذاب وعده کړې ده.
 
 او قدر د الله جل جلاله د اسرارو څخه یو سر دی پر دې باندي يې مخلوقاتو ته علم نه دی ورکړي،  نه مقربو ملائکو ته او نه و  نبي مرسل ته او په دې باره کي بحث کول نه دی رواه. 
 
جواب: مولوي عبدالهادي اغا
الجواب صحیح: مولوي سید عبدالباري
تعلیم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان
 
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۱): عن أبي خزامة عن أبيه قال : سألت رسول الله صلى الله عليه و سلم فقلت يا رسول الله أرأيت رقى نسترقيها ودواء نتداوى به وتقاة نتقيها هل ترد من قدر الله شيئا ؟ قال هي من قدر الله. رواه الترمذي و ابن ماجه و احمد
 
(۲): وسئل رجل علی ابن ابي طالب فقال: اخبرني عن القدر قال: طریق مظلم لاتسلکه وا عا دالسؤال فقال: بحر عمیق لاتلجه فاعاد السؤال فقال: سر الله قد خفي علیک فلا تفشه. مرقات شرح مشکاة، ج۱، ص،۱۴۵، باب القدر. 
 
یادونه: په دې اړه بله فتوا هم کتلای سی: پوښتنه- د انسان قتل په تقدير کي لیکلی
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته