تازه سرليکونه
د (فتوا نکاح) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا: که د یوې انجلۍ سره مینه ولري
 
  January 5, 2013
  0

 تعلیم الاسلام دارالافتاء


مسلسله شمېره : (٣٨٦)

نوم: اجمل 

سوال : که يو هلک د يوې انجلي سره حقيقي مينه ولري او واده کول ورسره غواړي اما دهلک دمور او پلار ددې  واده څخه ناخوښه وي په دې اړه که معلومات راکړئ ؟ 

جواب :
حامداً و مصلياً

مور او پلار ته دا حکم دى چي د اولاد جائز خواهشاتو او جذباتو ته ترجيح ورکړي ځکه چي د نکاح کولو چي کوم مطلب دى هغه  د مسلمان پاکوالي دى او  دا مطلب هغه وخت حاصليږي چي دی د خپل خوښي مېرمن وغواړي ،(١) که چیري دی د خپلي خوښي ښځه ونه غواړي نو تجربې دا ښودلي ده چي د دوی ژوند تريخ وي.

خو بياهم که مور او پلار ستا و خوښي ته نه اماده کېدل  بيا نو ته خپله رائه د مور او پلار د رايي تابع کړه چي د هغو هم تجربه تر تا زياته ده او هم يې شفقت زيات دى. 


جواب: مولوي عبدالهادي آغا
الجواب صحیح: مولوي سید عبدالباري
تعلیم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۱)  : قال العلامة علی القاري في شرحه:  والتحصین المطلوب بالنکاح لايحصل الابالرغتبة  في  المنکوحة .
(۲):  آپ کى مسائل اور ان کا حاصل،  ج٦ ،ص٥٢. 
 
یادونه: په دې اړه بله فتوا هم کتلای سی: فتوا: د نامحرمي انجلۍ سره پاکه مینه کول
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته