تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
زه خبر نه وم !
 
  September 30, 2015
  0
رالېږونکی: نصیب الله ژمن
سرچینه: تعلیم الاسلام ویب پاڼه

له خوبه را ويښ سوم ، ډېر وږى وم .

تا زما تر سر لاندي ډوډۍ ايښې وه ، مانه ليده ، په دسترخوان کې پټه وه ، ما ستادسترخوان ونه لټاوه ، د خلکودرګاه ته ودرېدم .

زه خبر نه وم ، چې ډوډۍ زما له پښو لاندې ده او ما پر دي کور ته لاس نيولي دى .

زه ډېر وروسته پوه سوم ، چي د مځکې دسترخوان له ډوډۍ ډک دى او زه ګدايي کوم .

که زه پوه واى ، مابه د ډوډۍ لپاره  ځانته دومره باداران نه پيداکول ، زه ستا د درګاه د خاورو په قدر پوه نه سوم ، زه نه وم خبر چي په  دې خاورو کې هرڅه سته .

هو! تا زموږ لپاره ډېر څه پيداکړي دي ، خو موږ نه يو پوه سوي . لکه چې د ځمکې په سر د تږو لپاره ډکې ويالې او ډک سيندونه بهيږي  ، د وږو لپاره هم په هره پوله ډوډۍ ايښې ده .

هلئ ! ژرکوئ ! دغه وږي فقير ان خبر کړئ ، چي د الله تعالی دسترخوان ولټوئ .

ټول نعمتونه همدلته دي .

له خلکو سره بې له کاره او بې له زياره څه نسته .

تاسي د الله په نامه له چا نه څه مه غواړئ .

د الله په نامه څه ورکړئ ، ځکه چي الله جل جلاله تاسو ته هرڅه درکړي دي ، که تاسې هرڅه ولټوئ ، په دغو خاورو کي يې وموئ .

په لټولو هرڅه پيداکېږي ، که تاسې وزګار کښېنئ او هرڅه له ځانه وغواړئ ، هرڅه سته ،که ګدايي کوئ ، هيڅ نسته .

ماخذ : د الفت نثري کليات
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته