تازه سرليکونه
د (فتوا قران کريم) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا: د سجده تلاوت طریقه څنګه ده؟
 
  December 11, 2012
  0

 تعلیم الاسلام دارالافتاء


مسلسله شميره : (۲۴۳)

نوم: حقمل

سوال: که ده سجده تلاوت په باره کي ليږمعلومات راکي چي نيت يي څه رکم دي څنګه کيږي سلام به ګرزوي او نه؟

حامداً او مصلیاً

جواب : اودس به لري ،کالي او ځای به یې پاک وي او داسي نور ... طریقه يې په دې ډول ده چي: مخ پر قبله به ودریږي ( ولاړه يې ښه ده ناسته يې هم رواه ده)، لاسونه دي نه پورته کوي، نیت دي داسي وکړي: زه سجده تلاوت کوم د الله تعالی لپاره.

 بیا به الله اکبر ووايي، سجدې ته به ولاړ سي،  په سجده کښي به درې ځله سبحان ربي الاعلی ووایي،  وروسته به الله اکبر ووایي او  له سجدې څخه به راپورته سي. سلام گرځول نه غواړي بس همدا سجده تلاوت ده .

جواب: مولوی سردار محمد 
الجواب الصحیح: مولوي شاه ولي الله، مفتي جان محمد راشد، مولوي سیدعبدالباری او مولوی عبدالهادي آغا 
تعلیم السلام دارالافتاء
کندهار افغانستان

 ـــــــــــــــــــــــــــ
(۱): کما في البدائع الصنائع: فَكُلُّ مَا هُوَ شَرْطُ جَوَازِ الصَّلَاةِ مِنْ طَهَارَةِ الْحَدَثِ وَهِيَ الْوُضُوءُ وَالْغُسْلُ... فهُوَ شَرْطُ جَوَازِ السَّجْدَةِ ؛ لِأَنَّهَا جُزْءٌ مِنْ أَجْزَاءِ الصَّلَاةِ...الخ. ج۱،ص۴۴۰ طبع: رشیدیة
 
(۲) : وفي الهندیة: ثُمَّ إذَا أَرَادَ السُّجُودَ يَنْوِيهَا بِقَلْبِهِ وَيَقُولُ بِلِسَانِهِ : أَسْجُدُ لِلَّهِ تَعَالَى سَجْدَةَ التِّلَاوَةِ اللَّهُ أَكْبَرُ : ج۱،ص۱۳۵ الباب الثالث عشر فی سجود التلاوة،طبع: رشیدیة
 
(۳): فَإِذَا أَرَادَ السُّجُودَ كَبَّرَ وَلَا يَرْفَعُ يَدَيْهِ وَسَجَدَ ثُمَّ كَبَّرَ وَرَفَعَ رَأْسَهُ وَلَا تَشَهُّدَ عَلَيْهِ وَلَا سَلَامَ ، كَذَا فِي الْهِدَايَةِ ، وَيَقُولُ فِي سُجُودِهِ : سُبْحَانَ رَبِّي الْأَعْلَى ثَلَاثًا. فتاوی الهندیةؤ ج۱، ص۱۳۵، الباب الثالث عشر فی سجود التلاوة،طبع: رشیدیة
 
(۴): وفي البحر الرائق: وَمِمَّا يُسْتَحَبُّ لِأَدَائِهَا أَنْ يَقُومَ فَيَسْجُدَ لِأَنَّ الْخُرُورَ سُقُوطٌ من الْقِيَامِ وَالْقُرْآنُ وَرَدَ بِهِ...الخ، ج۲، ص۲۲۳، طبع: رشیدیة
 
(۴): ۔آپ کے مسائل اور آن کاحل ۔ج۲،ص۳۳۲ مکتبة: لدهیانوي


 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته