تازه سرليکونه
خيار رويت
 
  December 9, 2012
  0
په سودا کي دوهم خيار چي په هغه سودا فسخ کېدلاى سي خيار رويت دى .

په خيار رويت يوازي مشتري سودا فسخ کولاى سي ځکه بايع خيار رويت نه لري . 

که بايع خپل داسي شى خرڅ کړي چي خپله يې نه وي ليدلى ، مثلاً په ميراث کي موټر په ونډه کي ورته ورسيږي او د ليدلو تر مخه يې خرڅ کړى ، دلته بايع نسي کولاى چي په خيار رويت سودا فسخ کړي تر څو موټر د مشتري څخه را وګرځوي .

که مشتري داسي شى رانيسي چي هغه يې نه وي ليدلى مثلاً : داسي بايسکل رانيسي چي نه د سودا په وخت کي حاضر وي او نه يې د سودا مخته ليدلى وي ، دلته بيا مشتري خيار رويت لري ، څه وخت چي بايسکل وويني ، که يې خوښ نه وو نو د خيار رويت په اساس سودا فسخ کولاى سي ، دغه خيار ته خيار رويت وايي  

د خيار رويت حق

مشتري د خيار رويت حق يوازي په هغه سودا کي لري چي مَبِيعَه يې ليدلې نه وي .

که مشتري د سودا په وخت کي مَبِيعَه وويني د خيار رويت حق يې ساقط کيږي .

دغه ډول که د سودا تر مخه يې مَبِيعَه ليدلې وي او د سودا پر مهال پر هغه حالت پاتي وي په څه حالت کي چي يې مخته ليدلې وه هلته هم مشتري د خيار رويت حق نلري ، يعني په خيار رويت سودا نسي فسخ کولاى .

ماخذ: فقه المبتدي، دریم ټوک- معاملات
 
 مؤلف: مولوي محمد عمر خطابي
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته