تازه سرليکونه
د (فتوا نکاح) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا: تر نکاح مخکي انجلی لیدل څنګه دي؟
 
  November 28, 2012
  0

 تعلیم الاسلام دارالافتاء


مسلسله شمېره : (۲۷۲)

نوم: میلاد احمد 

سوال : زما مور او پلار غواړي چی زما نکاح د یو انجلی سره وکړي خو زه غواړم چی یو ځلي د انجلی سره وګورم که زموږ سره خوښ سول بیا به نکاح وکړو، خو زما موږ او پلار وایی چی دا ده پښتني دود خلاف ده. زه نشم کولای چی په پټو سترګو نکاح وکړم ځکه نکاح موټر ندی چی خرڅ یې کړم.

جواب : 

حامداً و مصلیاً

د نکاح تر مخه و ښځې ته کتل روا دي، که يې پخپله ګوري او که يې د بلې ښځې په ذريعه ګوري، خو هغه کتل به داسي وي چي په يو حيله باندي د دې مخ او لاسونه ليدل وي نه مستقيماً، او د دې سره خبري کول يا د دې سره خلوت کول مخ کي تر نکاح حرام دي او د نظر تکرار به هم نه کوي.

جواب: مولوي عبدالهادي آغا
الجواب صحیح: مولوي سید عبدالباري
تعلیم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
 
(۱): قال رسول الله صلى الله عليه وسلم : " إياكم والدخول على النساء، ای غیرالمحرمات علی طریق التخلیة او علی وجه التکشف. مرقاة شرح مشکوة، ج۳، ص۴۰۹
 
(۲):لَوْ اكْتَفَى بِالنَّظَرِ إلَيْهَا بِمَرَّةٍ حَرُمَ الزَّائِدُ لِأَنَّهُ أُبِيحَ لِضَرُورَةٍ فَيَتَقَيَّدُ بِهَا. ردالمحتار، ج۶، ص۳۷۰- سعید کراچي

(۳):الْخَلْوَةُ بِالْأَجْنَبِيَّةِ مَكْرُوهَةٌ وَإِنْ كَانَتْ مَعَهَا أُخْرَى كَرَاهَةَ تَحْرِيمٍ. شامي، ج۶، ص۳۶۸
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته