تازه سرليکونه
د (شعر او ادب) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
ګورئ پام! که جنت او دین ګټی...
 
  October 12, 2012
  0

 رالېږونکی: نوید احمد


ګورئ پام! که جنت او دین ګټی- تکلیفونه به ګالی
ګورئ پام! نه چي خوب غفلت کوی او خدای هم خوشحالوی

ګورئ پام! نه سئ ښکار د هوسونو د پردو د سازشونو
ګورئ پام! هسي نه چي مو بیا نیسي شهیدان له ګرېوانونو
ګورئ پام! امتحان کي ولوېدی اوس پښې ټينګي لګوئ

ګورئ پام! که ځان نفس هوس ته سپاری یا د عقل په لار ولاړی
ګورئ پام! قال الله قال رسول ته مو وي شا او جنت غواړی
ګورئ پام! نه شی دا ځان غولوی د شیطان دا نه منی

ګورئ پام! د نړۍ سره بدي مو د اسلام په سر سيالي مو
ګورئ پام! په چل ول مو دام کي نیسي دښمنان عقيدوي مو
ګورئ پام! خپل منځي ګيلې پرېږدئ نن دښمن راڅملوئ

ګورئ پام! ځان عادت کړئ په دردونو په ټکر د طوفانونو
ګورئ پام! ځانه هر یو جوړ سدان کړئ کوئ زغم د ګذارونو
ګورئ پام! لکه غرونه پر ځان وړئ تندرونه او ژلی

ګورئ پام! خپل نظر په بل منل به یا د خپلو پښې وهل به
ګورئ پام! تقاضا نه وي د وخت به نه هم وي د ستونزو حل به
ګورئ پام! د ورور درد احساسوئ غم يې غم د ځان ګڼئ

ګورئ پام! کړئ قابو کي نفس شیطان مو ساتئ خیال د ځان او شان مو 
ګورئ پام! لا خو کيږي پل په پل مو ازموینه د ایمان مو
ګورئ پام! عبدالله خیال دي ساتئ پګړی مه داغداروئ
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته