تازه سرليکونه
د (حکايات) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د حضرت معاويه رضي الله عنه د بهادری لیک
 
  August 29, 2016
  0
کله چي د حضرت معاویه رضي الله عنه او امیرالمؤمنین حضرت علي رضي الله عنه ترمنځ څه اختلاف رامنځ ته سو نو په همدغه وخت کي د موقع څخه په استفاده یوه رومي پاچا د حضرت معاویه رضي الله عنه سره اړیکه ونیول او یو خط یې ورته ولېږه او ورته لیکلې وه: دا چي ستاسو مقابله د علي رضي الله عنه سره ده نو که چیري ته اجازه راکوې زه به پر مدینه منوره حمله وکړم او ستاسو دښمن حضرت علي رضي الله عنه به ختم کړم. حضرت معاویه رضي الله عنه د روم د پاچا ددې خط په مقابل کي دده په نامه یو د بهادرۍ څخه ډک خط په دې عنوان سره ورولېږه:

(من معاویه بن ابي سفیان الی کلب الروم الخ).

ژباړه: د معاویه بن ابي سفیان له طرفه دا خط د رومي سپي په نامه دی. اما بعد!

د حضرت علي رضي الله عنه زما سره اختلاف د نېک مقصد لپاره دی. علي رضي الله عنه زما ورور دی!

یاد وساته! که چیري تا په غلطي ارادې سره پر مدینه باندي د حملې کولو اراده وکړه نو د حضرت علي رضي الله عنه په فوج کي به ستا د مقابلې لپاره په سپاهیانو کي لومړۍ فوجي معاویه وي. یاد وساته! زه به تا ونیسم او ګير به دي کړم او بیا به په ځنګل کي د خنزير اولاد په تا باندي پالم.
 

ماخذ: علمي تقریرونه
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته