تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
ځوانه د اختر ګټي له لاسه ور نه کړې!
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  April 20, 2023
  0

ځوانه د اختر ګټي له لاسه ور نه کړې!

لیکنه: محمد نبي سلطاني/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

 ګرانو ځوانانو ! اختر د الله جله جلاله د لويو نعمتو څخه يو لوى نعمت دى او د خوښي او خوشحالي د ورځو څخه يوه دا سي د خوښۍ ورځ ده، چي سارئ يې ډېر کم په نورو دينونو کي لېدل کيږي دا ورځ د مسلمانانو تر منځ د ميني محبت ، يوالي ، وروولۍ او اتحاد ورځ ده چي الله پر مسلمانانو لورولئ ده .  

 

ځوانه ! د خداى جله جلاله  د خلقت  عجيب انتظام دئ تر اوسه يې همدا متضاد  جريانونو اوږده ساتلې او لا  يې اوږدوي، خوښي او خپګان زموږ دژوند  يوه برخه ده، موږ په تروږميو کي د سبا د لټون لار لنډوو  د  برياليتوب په هيله د نن په تورتم کې رامخته کيدونکې پردې څيرې کوو، همدا رنګه د سبا د خوښۍ په لټه، د اوس د خپګان له زړه غوټې خلاصوو او هره را روانه شېبه د خپل بدمرغه سرګذشت د اوړيدو له پاره الهي چانس ګڼو. 

 

دا شېبې د اختر نېکمرغه شپې او ورځي دي، چې پکښي د مقدسي روژې بختور پاى لمانځلو ، نو ويلاى سو چي دا شېبې د لوى خالق په لوى امر د کوچني انسان له پاره سترې ډالۍ دي، د مسلمان امت له پاره له دې لوړه نېکمرغي کومه کيداى سي، چس په هر کال کي خداى جل جلاله له کرکو، کېنيو او بدنيتيو  څخه نجات ور په برخه کوي او د خوښۍ وخواته يې د يو پړي په واسطه کشوي .
 
 
ګرانه ځوانه ! اختر د اسلامي نړۍ د وحدت او ورورولۍ ورځ ده ,  هغه ورځ چي ټوله اسلامي نړۍ پكښي  د يوالي ميني او محبت احساس كوي سره لدې چي دوئ په مختلفو ژبو خبري كوي او په بيلوبیلو هيوادونو كى اوسيږي . 
 
 
ځوانه !  اختر هرهغه ځای ته د خوښۍ او سوكالۍ پيغام وړي  په كوم ځای كي چي د الله تعالى نوم ياديږي , هوكى دا د ټولو لپاره د مغفرت او اطاعت ګډ فرصت دی .   
 
 
ګرانو ځوانانو ! الله جل جلاله کوچنى اختر ستاسو له پاره د خوښۍ فرصت برابر کړى، ترڅو تاسو  پښي  خپله خوښۍ ښکاره کړي او الله جل جلاله ته د روژې د نعمت شکر وکړي . په روژه کي لوږه، تنده  او له نورو شيانو  څخه د نفس ساتنه هم د دې له پاره ده چي مسلمان د الله و امر ته غاړه کښېږ دي او د الله کوم اوامر چي پر ده باندي فرض کړل سوي دي هغه په ښه توګه تر سره کړي ،  نو ځکه  الله  و دغه بنده ته دوې خوشحالئ ورکوي  يوه يې د اختر په ورځ باندې خوښي ، چي اختر  د اسلام يو له مهمو ارکانو څخه دئ  اوبل   له دې څخه وروسته د خوړو آزادي راځي، نو دا خوښي د دې لپاره وي چې انسان پر خپل نفس باندې د الله په طآعت باندې بريالى سوئ کوم چې شريعت فرض کړى . 
 
ګرانو ځوانانو ! اختر په اسلام كي  هغه خوشحالي نده چې رباني اساس ونلري , بلكي دا هغه ژور ارزښت دئ چې په الله تعالى پوري تړلي دئ،  چى د انسان خالق دئ اودهغه دين په څښتن پوري تړلي دئ کوم چي د بشريت لپاره يى سوكالئ ، ميني ، يو والي او ورورولئ زېرئ راوړئ وو. 
 
نو مناسب دا دى چي خلک يو له بله سره خوشحاله  او د دې مبارکي ورځي مبارکي ورکړي خو هغه نه داسي چي له ځانه بدعات کي ګډ نه کړي دا يوازي په خوله سره دونه ويل کافي دي چي الله دې له موږ او له تاسو څخه  قبول کړي.
 
ګرانه ځوانه ! همدارنګه اخترونه د اسلام له نظره الله ته د نيږدېوالي ښه وختونه دي او په دې وخت کې د خيرکارونه ډېر وي او دا هغه وخت دى، چې په مسلمانانو کي د خپلوۍ اړيکې ټينګېږي، او په دوئ کي ټولنيز يوالئ رامنځ ته کېږي ،  په دې وخت کې مسلمانان يو او بل ته ورځي او د اختر مبارکي ورکوي او په دې وخت کې مسلمانان نوي کالي اغوندي او په ښايسته بڼه ځان برابروي، ښه شيان  خوري، نو د هم دغه نعمتونو په خوړلو او پر دغه نعمتونو سره په شکر ايستلو سره  خپل رب ته نيږدي کيږي او د محبت او ورورګلوي عبادت پکښي تر سره کوي . 
 
نو ګرانه ځوانه و تاته هم په کار دي ، چي د اختر د دې موقع څخه په استفاده هغه څه وکړئ ، کوم چي ستا څخه يې اسلام ، مذهب ، وطن ، هيواد او ستا ولس لري ، که دي دغه څو ټکو ته د اختر په دې مبارکو شپو کي پام لرنه وکړه ، ډاډ درکوم چي د دنيا او اخيرت ښې ګڼي په دي په برخه سوي وي: 
 
 
١_ اختر د الله تعالی د لويو نعمتو څخه يو لوى نعمت دى او د خوښي او خوشحالي ورځ ده نو مناسب دا ده، چي خپلو ټولو ورڼو ته د خوشحالۍ  او د دې مبارکي ورځي مبارکي ورکړې. 
 
٢_ اختر يو ډير ښه فرصت دئ تر څو هغه ټولنيزي اړيكي چي انسان په خپل چاپيريال كې له لاسه وركړي دي  بيرته جوړې كړي , په اختر كې زړونه پاكيږي ,  پرې  سوي اړيكي بيرته ټينګېږي , دښمني او عداوت له منځه ځي , د دښمني او لريوالي ځاي مينه محبت اونيږدوالي نيسي  نو ته هم خپل ځان ټولو هغو کسانو ته ور نژدې کړه کوم چي له تا څخه په يوه نه په يه وجهه ليري سوي دي . 
 
٣_  دا هغه مناسب فرصت دئ تر څو د هغو يتيمانو سرونه ښكل كړې چي ميني او محبت ته تږي دي ,نو په دې ورځ کي دي د زړه څخه د کينئ  او بدئ احساس و غور ځوه او خپل د ميني او محبت لاسونه  د يتيمانو سرونو ته د ښكل كولو لپاره خامخا وراوږ ده کړه  . 
 
٤_  غريبانو او مسکينانو ته صدقة الفطر مخکي له لمانځه څخه ورکړه  ، د مسکينانو او غريبانو اړتياوي ور پوره کړه تر څو الله ستا اړتياوي او مجپوريتونه او اړتياوي درته پوره کړي .
 
٥_  په همدغه ورځ کي اخلاقي نورمونه په پام کي ونيسه ، د بې ځایه سیالۍ  څخه لاس واخله بد خرچي او اسراف ونه کړې، خدای درکړې دارایې بې ځایه ونه لګوې ، د محتاجینو اړتیاوي رفعه  کړه ، له والدینو سره په کښي احسان وکړه، له خپلوانو سره په کښي خپلوي وپاله. 
 
٦_  دا ورځ پر مسلمانانو باندي د الله تعالی یو ستر احسان دئ، چي هغوئ ته یې ور په برخه کړې ده په همدغه  ورځ کي مسلمانان ښه اخلاق خپلوي تېر وختونه او بدبينئ او  خفګانونه پرېږدي ، خلک یوبل ته د مبارکي لاسونه ورکوي ، دښمنان یو له بل سره روغبړ کوي، د روغبړ،  میني او محبت او اجتماعي همدردۍ مجلسونه جوړېږي ، خلک یو د بل پوښتني ته ورځي ، زړې دښمنی او داخلي پټي کینې ختمېږي او انساني اړیکي بېرته له سره ټېنګېږي او اخلاقي ارزښتونه يې ځای نیسي او د ورورولي ، سخاء، ورکړي ، همدردي او زړسوي بیه لوړېږي نو ته هم له دغو څخه استفاده وکړه او و خپلو و رونو ته د ميني ، محبت او ورورولی لاس و غځوه. 
 
٧_ د مور او پلار سره دي په دې ورځ کي داسي رويه وکړه ، چي هغه درڅخه خوشحاله سي، شته ورته ورکړه ، د خپلوانو کره يې بوزه ، د دوئ د دوستانو قدر وکړه ، هغه څه چي دوئ يې غواړي هغه ورته برابر کړه ، پر دوى دي د خپل وس سره سم د رزق پراخي راوله ، تر څو دوئ درڅخه راضي سي .
 
٨_ د همسايه ګانو او د دوستانو د اختر مبارکۍ ته ورسه، پر فقيرانو، پر مسکنانو او پر يتيمانو دي پراخي وکړه او د هغوى سره خواخوږي څرګنده کړه، په خاصه توګه بيا په داسي جامعه کي چي د هغي جامعي په هره کورنۍ کي د غمونو څپي وي هلته يتيمان د خپل پلار لاس پر سر تېرول غواړي دلته کونډي او بوري  ژاړي د خپل خاوند او د خپل زوى غم يې ژړوي. 
 
 ٩_  لکه څنګه چي غربيان غواړي پر موږ د جګړي په ميدان کي لاس بري سي ، نو همدا رازدوئ غواړي چي موږ په کلتوري لحاظ سره هم د دوى په شان جوړ کړي له هم دې امله غرب پلوه رسنۍ د اختر خلک و بېلا بيلو غيره اخلاقي کارونو ته چمتو کوي او د هغوئ په ذهن کي دغه بد کارونه کوم چي زموږ په دين، مذهب، کلتور او پښتني ټولنه کي ناروا او زموږ د ټولني څخه خلاف دي ، ځوانان مو ورته هڅوي ، نو پام چي د دوئ په دا غوړو شعارونو باندي ونه غولېږي ، خپل هويت بدل نه کړې .
 
١٠_  د خپلو دوو خوابدو وروڼو په منځ کي دي صلح وکړه او د دوئ تر منځ د ميني او محبت مزي ټينګ کړه ، ځکه اختر د ميني ، محبت او ورور ولۍ ورځ . 
 
١١_ د الله ذکرپه دې ورځ ډېر کوه ، ځکه  ډيرذکر کول او د قرآن شريف تلاوت کول د انسان زړه روښانه کوي او کوم خفګان او اندېښنې چي په زړه کي وي د هغوئ بوج کموي .
١٢_  د نفس سره محاسبه د روژې زیاته برخه تیره سوه، نو پر موږ مسلمانانو په خاصه توګه پر ځوانانو دا لازمه ده چي لږ ودریږو او د خپل نفس محاسبه وکړو او هغه داسې چې:
 
•    په تیرو سوو ورځو كې مې څه وكړل ؟
•    د پاته ورځو لپاره څه په پام کي لرم؟
تر څو داسې نه سي لکه څنگه چي روژه راغله او له ډېرو کسانو څخه  په نا خبري کي تېره سوه ، نو ستا له پاره لازمه ده ، چي د اختر په دې مبارکو ورځو کي د خپل نفس محاسبه وکړئ . 
 
 ١٣_ د زړه نرم کول ، ځوانه ته بايد ډېر خواخوږئ يې او د هغو بېوزلو ، کونډو ، يتيمانو ، مظلومانو او غريبانو د اوښکو په ليدلو سره بايد ستا په زړه کي هم د خواخوږي اوښکي پيداسي او وچي سترګي دي لندئ سي او د دوئ د لاس نيوي له پاره خپله سينه پراخه کړې .  
 
١٤_  اختر دي بايد په اخلاقو كي ژور بدلون راولي او د پخوا په پرتله دي بايد اخلاق دوه برابره سي . 
 
١٥_  د ګناهونو  دمغفرت احساس دي په ځان کي راژوندى کړه او د الله څخه د خپلو ګناهونو بخښنه وغواړه ، ترڅو الله درته بخښنه وکړي او د دې او هغه دنيا سعادت دي په برخه سي .  
 
١٦_  د الله تعالی د رحمت د نزول احساس وکړه او د الله څخه رحمت وغواړه چي نفس دي پاکوالى ومومي . 
 
١٧_ د جهنم د اور څخه د آزادۍ احساس وکړه ، ترڅو دي الله د جهنم د اور څخه ازاد کړي . 
 
١٨_  په هر حالت کي  د جنت غوښتونکئ سه او د الله څخه د جنت غوښتنه کوه، تر څو وس دي کار کوي و خپلو ګناهونو ته متوجه کېږه او د جنت د لاس ته راوړلو غوښتنه کوه . 
 
او ځوانه دغه ديارلس کارونه مستحب دي په دې کوچني اخترکي يې تر سره کړه : 
 
١- خوراک به کوې. 
٢-  هغه به هم خرما خورې . 
٣-  تاک خورما وي به خورې
٤- غسل به کوې
٥- مسواک به وهې
٦-  خوشبيي به لګوې
٧-  په ټولو کي به هغه ښه کالي اغوندې
٨-  سرسايه به ورکوې
٩- او خوشحالي به ښکاره کوې
١٠-   د اختر د سهار لمونځ به د کلي په مسجد کي کوې. 
١١-  و عيدګا ته به روانيږې
١٢-  په لاره کي به کرار تکبيرونه وايي او چي کله و عيدګا ته ورسيږي نو پرېږدې به يې. 
١٣-  او چي کله را واپس کيږي نو پر هغه لاره به راځي پر کومه چي نه وي تللى.

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته