تازه سرليکونه
د (فتوا لمونځ) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا: ډوبۍ کي وتر ۲ او ۱ رکعت جلا کيږي
 
  August 3, 2012
  0

تعليم الاسلام دارالافتاء

مسلسله شمېره : (  ۱۸۸)

نوم:   سيد علي احمد

سوال : په ماخستن لمانځه کي د تراویحو څخه وروسته  وتر په ډوبۍ کي ۲ رکعته جلا کوي او یو رکعت جلا کوي خو په اخر یو رکعت کي دعا هم کوي، که زه دغه درې رکعته جلا وکم او دعا په ناستي د ملا صاحب سره وکم پروا خو به نه لري ؟

جواب : حنفي مذهب والا دي په داسي امام پسي اقتدا نه کوي ، چي هغه پر دوه رکعته  سلام ګرځوي او بيا يو رکعت کوي ، بلکي که نور حنفي مذهب والا  دلته وي ، ځان ته دي وتر په جماعت سره اداء کړي  او که نه وي نو بيا دي يې يوازي وکړي . ( خير الفتاوى : ج،٢: ص،٥١٨ ) 

عَنْ عَائِشَةَ ، قَالَتْ : كَانَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يُوتِرُ بِثَلاَثٍ لاَ يُسَلِّمُ إِلاَّ فِي آخِرِهِنَّ . ( المستدرک کتاب الوتر : ٣٠٤ ، بېرت ) 

بي بي عائشه رضى الله عنها وا يي ، چي رسول الله صلى الله عليه وسلم به وتر درې رکعته کول او سلام به يې نه ګرځوئ ، مګر په اخرکي . 

او د دغه حديث په ډول د حضرت عمر رضى الله عنه څخه هم روايت سوئ دئ : شرح المعاني الاثار باب الوتر : ٢٠٢ . 

او بل روايت د ابى بن کعب رضى الله عنه دئ : ان النبي صلى الله عليه وسلم کان يقرأ في الركعة الأولى من الوتر بفاتحة الکتاب وسبح اسم ربك الأعلى وفي الثانية قل يا أيها الكافرون وفي الثالثة قل هو الله أحد . ( الحديث سنن النسائي کتاب قيام الليل وتطوع النهار : ٢٤٩ ) 

جواب: مولوي عبدالهادي اغا 
تعلیم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته