تازه سرليکونه
د (روژه مبارکه) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د روژې حکمتونه او طبي ګټي
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  May 22, 2017
  0
لیکنه: مولوي سید احمد صابر
 
د اسلام مقدس دين د امن او حفاظت دين دئ او په دې جهان کي خپلو پيروانو ته هغه احکام او کړنلاري په ګوته کوي کوم چي د دوى لپاره د دنيا او آخرت برياليتوب پکښي نغښتى وي، چي د هغو احکامو له جملې څخه روژه هم ده، روژه د اسلام د عمده رکنونو څخه يو لوى رکن دئ، چي د هجرت په دوهم کال کي فرض سوې ده. ځکه د فطرت غوښتنه او تقاضا دا ده چي د ده عقل د ده پر نفس غالب وي مګر د بشريت د ځينو کمزوريو له کبله ځيني وختونه د ده  نفس پر عقل غلبه پيدا کوي، نو له همدې کبله د نفس د تهذيب او تزکيې لپاره د اسلام مقدس دين د روژې اصول کېښودل کوم چي  بې شمېره ګټي او حکمتونه پکښي شتون لري، چي د هغو له جملې څخه دلته   د خپــــل تـــــوان تـــــر بريــــده غواړم ځيـــني په ګــــوتــــه کـــــړم.
 
۱ــ د الله جل جلاله  د بې شميره نعمتونو په بدله کي شکر اداء کول. 
 
۲ــ دا چي موږ  د الله  جل جلاله  په وړاندي دا   امتحان  ورکړو  چي موږ د  الله  جل جلاله   آمانت ساتو، ځکه  داروژه  يو ډول  آمانت دئ چي د الله  جل جلاله  لخوا موږ ته سپارل سوی دی او موږ  يې  بايد له  ضايع  کيدو څخه ځان  وژغورو. 
 
۳ــ   لکه څنګه چي ټولو ته معلومه ده چي د حيواناتو ټولي هڅي د خوراک او چښاک او څه چي د  دې  دواړو  په حکم کي دي لکه  څه  نور  خوندونه اخيستل، ورته متوجه دي او همدا صفات په انسان کي هم شتون لري، خو کله چي انسان له همدې درې شيانو څخه ځان را محبوس (بند) کړى، نو د حيواني  صفت  څخه خلاصون مومي چي په دې سره د وحشت او حيوانيت څخه ليري والي مومي او د الله  جل جلاله  فرشتوته نزدېکت ورته حاصليږي.  
 
۴ــ ټول طبيبان پر دې خبره متفق او يوه خوله دي چي تل معده ډکه  ساتل انسان ته د ګټي پر ځاى زيان رسوي. همدا رنګه ځينو عربي پوهانو ويلي دي: (من  اکل کثيرا شرب کثيرا و من کان کذالک نام کثيرا و من کان کذالک ضاع عمره).  ژباړه: څوک چي ډېر خوراک کوي هغه ډېرچښاک کوي او څوک چي خوراک او چښاک ډېر کوي هغه ډېر  ويده کيږي او څوک چي ډېر ويده کيږي نو عمر يې ضايع سو. همدارنګه ويل سوي دي: (المعدة بيت الداء)  يعني معده  د  ناروغيو کور ده. نو په روژه کي د انسان معده په پوره ډول تر کنټرول لاندي نيول کيږي چي په پايله کي يې انسان له  ډيرو ناروغيو خلاصون مومي. 
 
۵ــ د روژې له کبله د انسان مخصوصه قوه (شهواني قوه) کنټروليږي ځکه کوم څوک چي د نکاح کولو تاوان  نه  لري، نو نبي کريم  صلی الله علیه وسلم  ورته د روژې نيولو  لارښوونه کوي، تر څو چي د همدې قوې له امله انسان په کوم ناورين کي ښکېل  نه سي.
 
۶ــ روژه په حقيقت کي يوه روحاني غذا ده چي مسلمان يې له ځان سره آخرت ته وړي، ځکه د اسلام ټول عبادات په هغه جهان کي د غذا په ډول انسان ته په کار  راځي.
 
۷ــ  کله چي انسان روژه ونيسي او د لوږي او تندي درد محسوس   کړي، نو د خپلي ټولني  هيواد  او  ملت  د هغو مسکينانو او فقيرانو له درد څخه خبرېږي کوم چي په فقر، مسکنت او مظلوميت کي ښکېل دي. نو کله چي څوک دا  درد  احساس کړي په زړه کي يې عاطفه او همدردي را ژوندۍ کيږي او د خپلو مسلمانانو وروڼو مرستي ته چمتو کيږي، چي په دې سره بيا په ټولنه کي ډېرمشکلات او ستونزي له منځه ځي. 
 
۸ــ د روژې له کبله د انسان اراده قوي کيږي او عقل يې پر نفس او نورو قواوو غلبه او بريا تر لاسه کوي، کوم چي د انسان د سالم فطرت غوښتنه ده. 
 
۹ــ څوک چي روژه ونيسي نو هغه ته تل الله  جل جلاله  ياد وي، ځکه کله  چي انسان روژه ونيسي نو کوم شي ته چي يې زړه وسي، نو روژه ورته ياده  سي او دا وايي چي الله  جل جلاله  راته  دا  اجازه نه ده کړې چي  زه  دا خـــــــــــــــــــوراک  او  چښـــــــــاک وکــــــــړم  او نــــــــــــــــــــور ـ 
 
۱۰ــ روژه د الهي محبت يو لوى نښان دئ، ځکه روژه نيوونکى د الله  جل جلاله    د حکم پر آساس له ډېرو کارونو څخه ځان  محبوس او بندي ګني، کوم چي دا کار په خپله په رښتيني اخلاص او رښتيني محبت  دلالت کوي.                     
    
۱۱ــ د روژې له کبله  انسان ته خپل کمزوري او احتياج معلوميږي چي له کبله يې بيا انسان له تکبراو  لويي څخه ځان ژغوري: مثلاً څوک چي وږى سي،  نو دا ورته معلومه سي چي زما دا ټول توان او طاقت تر يوه ګوله ډودۍ او يا يو غوړپ اوبو پوري موقوف او محدود دئ. نو غرور او لويي کول زما له شان سره نه ښايي.
 
۱۲ــ دا څرګنده خبره ده چي کله نفس ته  د خپل خواهش او غوښتني مطابق شيان ورسېږي، نو طغيان او سرکښي کوي، خو کله چي نفس  د خپلو غوښتنو څخه را بند کړل سي، نو له طغيان او سرکښى څخه را  ګرځي، چي له کبله يې بيا انسان  د  الله  جل جلاله  طرف ته متوجه کېږي او د يو سم  احساس طرف ته را  ګرځي.
 
۱۳ــ د روژې له کبله په انسان کي د صبر او تحمل حوصله لوړېږي، چي له امله يې بيا انسان د هر ډول ناخوالو په وخت کي ځان نه بايلي. 
 
۱۴ــ روژه  د مسلمانانو د اتحاد، يو والي او مساوات يو لوى نښان ګڼل کيږي، ځکه چي روژه په مامور، فقير، بډاى مسکين، ، امير او نــــــــــــــــــــــــــــورو  ـ ـ ـ  پـــــــــــــــــــــــــــه مساوي ډول فرض ده.
 
۱۵ ــ روژه د انسان عفت او ژغورني لپاره يوه غوره  لار  ده، ځکه په روژه کي انسان د خولې، لاس، سترګو، او نورو  ټولو اندامو ساتنه کيږي.
 
۱۶ــ د انسان په معده کي ځيني ضررناک  رطوبات جمع کيږي،  چي د وخت په تېرېدلو سره په زهرو  (poison)  بدليږي کوم  چي له امله يې انسان په  ډول، ډول  ناروغيو اخته کيږي، خو د روژې له کبله هغه رطوبات ختميږي، چي په دې سره انسان له ډېرو ناروغيو خلاصون مومي.
 
۱۷ ــ پروفيسر مور پالډ چي  د اکسفورډ پوهنتون يو څېړونکى دئ هغه وايي چي ما د اسلامي علومو مطالعه پيل کړه کله چي د روژې اړوند بحث ته را ورسېدم، نو زه حيران سوم چي اسلام خپلو پيروانو ته څومره لويه لارښوونه کړې ده که چيري اسلام نور هيڅ هم نه واى بيان کړي، نو همدا (روژه) لوى نعمت يې د خپلو پيروانو لپاره بس وه. څېړونکئ زياتوي چي ما له ځان سره د روژې د  ازمايلو پرېکړه  وکړه  ځکه، چي زه د معدې په يوه ناروغۍ (stomach inflammation)  باندي مبتلا وم، خو له  څو ورځو روژو نيولو وروسته ما د خپلي ناروغۍ څه کمښت احساس کړ، نو دا خپل مشق (روژه)  مي جاري  وساتله چي بيا له يوې مياشتي روژې وروسته ما په ځان کي يو مکمل انقلاب وليدئ او له هغې ناروغۍ سره، سره له ډېرو نورو ناروغيو څخه خـــــــــــــلاص سوم. 
 
۱۸ــ د جرمني، انګلينډ او امريکې د ډاکټرانو  يوه ډله  د اسلامي احکامو د څېړني په موخه پاکستان هيواد ته راغلې وه، چي هغوئ بيا دپاکستان په دريو مشهورو ښارو کي کراچي، لاهور  او فيصل  آبادکي  خپله  څېړنه وکړه او د خپلو څېړنو په پايله کي يې دغه راپور چمتو کړ: څنګه چي مسلمانان لمونځ کوي او په ځانګړي ډول په روژه کي څه زياتوالى هم پکښي کوي او مسلمانان د لمانځه لپاره اودس هم کوي چي له همدې امله د غوږو، پزي، او ستوني له ناروغيو څخه ژغورل کيږي او د کم خوراک له کبله د معدې او ځيګر له ناروغيو  ژ غورل کيږي، همدا رنګه د لمانځه له کبله انسان دزړه او د ماغ  له  ناروغيو ژغورل کيږي. ( روز  نامه  جنګ)
 
۱۹ــ د هايلينډ هيواد يو څېړونکي د اسلامي احکامو د تجربو په لړ کي د روژې په اړه داسي  وايي ماد شکري  (dibetese)  زړه  (heart diseases)  د ناروغيو او د معدې (stomach diseases)  د ناروغيو په  مبتلا کسانو پوره يوه  مياشت روژه تجربه کړه، چي   په پايله کي د شکري د ناروغ حالت سم سو او شوګر يې کنټرول سو،   د زړه د ناروغ بې تابي ورکه سوه اطمنان او سکون ورته حاصل سو، خو د معدې د ناروغ تر ټولو زيات صحت په برخه سو.
 
ماخذ: تعلیم الاسلام مجله- ۴ ګڼه
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته