تازه سرليکونه
د (فتوا طهارت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا: ښه مسواک کوم یو دی او برس وکریم
 
  June 12, 2012
  0

 سوال :  د ثواب په نيت تر ښه ډول دمسواك كو م يو دي، ځكه چي په بازار كي يي ډير ډولونه شته. او بل كه چيري برس او كريم  د ثواب او دغاښونو دصفايي په نيت استعمال  شي . ايا داهم د مسواك په اندازه ثواب لري؟


د سوال کونکي نوم: احمدالله  

مسلسله شمېره: ۸

جواب :

حامداً و مصلیاً

وبعد:  مسواک د ميوه دارو درختو څخه پرته له هري وني او رېښو څخه خصوصاً  چي تريخ  خوند ولري استعمالېداى سي ، خو افضل پکښي د هغي درختي رېښه ده چي رسول الله صلى الله عليه وسلم استعمال کړېده ، چي په عربي ژبه کي و هغې ته ( اِرَاکَ ) ويل کېږي . 

او دا اوسني مصنوعات لکه ، برس او کريم او نور د غاښو او خولې صفايي او پاکي په حاصلېږي ، مګر د مسواک سنت او ثواب نه لري . ( علم الفقه :ج،١:ص،٨٣ ) 
وسلام

کتبه
مولوي احمد سعيد 
تعلیم الاسلام دارالافتاء
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته