تازه سرليکونه
د (ستاسو ليکني) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د لوږې اثر ختمېدل- معجزه
 
  February 2, 2012
  0

رالېږونکی: دوست محمد عرفان

حضرت عمران بن حصین رضي الله عنه فرمایئ، چي یوځل زه د رسول الله صلی الله علیه وسلم سره ناست وم چي په دې وخت کي حضرت فاطمه رضي الله عنها راغله او د رسول الله صلی الله علیه وسلم  په مخکي ودریدل. رسول الله صلی الله علیه وسلم  وفرمایل، اې فاطمې! رانژدې سه، هغه ور نژدې سوه، رسول الله صلی الله علیه وسلم  وفرمایل، نوره رانژدې سه، هغه بلکل نژدې راغله او مخامخ ورته ودرېدل. ما وکتل چي د هغې پر مخ د لوږي او کمزورۍ په وجه ژړوالي ښکاره وو او د ویني پکښي نوم او نوښان هیڅ نه معلومېدۍ، تر دغه وخته د ښځو لپاره د پردې حکم هم نه و راغلي، رسول الله صلی الله علیه وسلم  خپل لاس د خپلي لور فاطمې رضي الله عنها پر سینه کښېدوۍ او سر یئ داسمان خواته پورته کړي، دا دعا يئ وکړه: اې الله! اې د وږي نس ډکونکې! اې د حاجتونو پوره کونکې! او اې د کښته  خلګو پورته کونکې! د محمد صلی الله علیه وسلم  لور فاطمه رضي الله عنها وږې مه ساته! ما وکتل چي د حضرت فاطمې رضي الله عنها د مخ څخه هغه ژړوالي لیري سو او د ویني سور والي راغلی.

بیا ما د فاطمې رضي الله عنها څځه پوښتنه وکړه، فاطمې رضي الله عنها وویل، اې عمران! له دې څخه وروسته هیڅ کله هم پر ما لوږه نه ده راغلې.

 ماخذ: حیات الصحابه
اخرجه الطبرانی فی الاوسط و اخرجه ابو نعیم فی الدلائل (ص۱۶۶)عن عمران بنحوه

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته