تازه سرليکونه
د (نبوي سيرت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
مختصر نبوي سیرت (۱۳)
  تعلیم السلام ویب پاڼه
  June 19, 2023
  0
مختصر نبوي سیرت
(دیارلسمه برخه) 
 
لیکوال: شیخ موسی بن راشد عازمي
ترجمه: سلطان محمود صلاح/تعلیم السلام ویب پاڼه   
           
د عبدالله بن جَحْش رضي الله عنه سرِیَّه
 
o رسول الله صلی الله علیه وسلم عبدالله بن جَحْش رضي الله عنه د یوه ګروپ په مشرۍ د نَخلَه سیمي ته ولېږه، د دې سَرِيِّې موخه د قریشو د یوه کاروان مخه نیول و، دغه مؤمن ټولګی وتوانېد د قریشو د قافلې مخه ونیسي او ایساره یې کړي. په همدې مهال د مشرکینو له ډلې عمرو بن حَضْرمي ووژل شو؛ نوموړی لومړنی کافر دی چي د مسلمانانو په لاس وژل شوی دی. همدا راز مجاهدینو عثمان بن عبدالله او حَکَم بن کَیْسان اسیران کړل او په کاروان کي شته ټول شیان یې په غنیمت ونیول.
 
o په همدې سَرِيّة کي چي د سریة نخلة په نوم یادیږي او مشري یې د عبدالله بن جحش رضي الله عنه پر غاړه وه، د لومړي ځل له پاره د مسلمانانو له خوا یو کافر وژل شوی، لومړني اسیران او لومړني غنیمتونه نیول شوي دي.
 
د قبلې بدلېدل
 
o د هجرت په دوهم کال د رجب میاشتې په نیمايي کي نبي صلی الله علیه وسلم ته د اقصی جومات له لوري نه د کعبې شریفي لوري ته د قبلې د بدلولو امر او وحي وشوه.
 
د رمضان د روژې فرضیت
 
o د هجرت د دوهم کال په شعبان میاشت کي نبي صلی الله علیه وسلم ته د رمضان میاشتې د روژې د فرضیت حکم راغلی. رسول الله صلی الله علیه وسلم په خپل مبارک ژوند کي نهه (۹) ځله د رمضان میاشتو روژه نیولې ده، ځکه نبي صلی الله علیه وسلم د یوولسم هجري کال په لومړیو کي رحلت کړی دی.
 
د فطر صدقې حکم
 
o د هجرت د دوهم کال په شعبان میاشت کي نبي صلی الله علیه وسلم ته د فطر صدقې د ادا کولو  امر راغی، او دا مهال د زکات د فرضیت حکم لا نه و راغلی.
 
د بدر ستره غزا
 
o د دوهم هجري کال په رمضان میاشت کي د بدر ستره غزا وشوه، دا غزا یوم الفرقان (د بېلتون ورځ) نومول شوې، ځکه په همدې سره الله تعالی حق له باطل بېل کړ.
 
o الله تعالی د بدر غزا نوم په قرآنکریم کي په تلپاتې یاد سره ژوندی ساتلی دی، او دې غزا ته یې داسې ځانګړني ورکړي دي چي نوري غزاګاني یې نه لري، او په دې ستري او مبارکي غزا  کي د ګډون د شرف درلودونکي اصحاب رضي الله عنهم له نورو اصحابو افضل او غوره دي.
o په بدر غزا کي الله تعالی د خپل نبي صلی الله علیه وسلم خاص نصرت، کلک ملاتړ او مدد وکړ، په ستر بري یې سترګي ور یخي او زړه یې ور خوشاله او ډاډه کړ او په همدې غزا سره د مسلمانانو صف پیاوړی او مضبوط شو.
 
د رُقَیَّةَ بنت رسول الله صلی الله علیه وسلم وفات
 
o په بدر غزا پسي سمدستي د رسول الله صلی الله علیه وسلم لور رُقَیَّه رضي الله عنها چي د عثمان بن عفان رضي الله عنه مېرمن وه، وفات شوه، رقیې رضي الله عنها د عبدالله په نوم یو زوی درلود چي په ماشومتوب کي وفات شوی دئ.
 
لومړنی کمکی عید
 
o د دوهم هجري کال د شوال میاشتي په لومړۍ نېټه مسلمانانو د اسلام تر سیوري لاندي د لومړي ځل له پاره کوچنی عید ولمانځه.
 
د علي او فاطمې رضي الله عنهما واده
 
o په دوهم هجري کال علي بن ابي طالب رضي الله عنه د رسول الله صلی الله علیه وسلم لور فاطمه رضي الله عنها نکاح کړه او دا ډېر پاک او د زیات شرف درلودونکی واده و.
 
o الله تعالی علي او فاطمې رضي الله عنهما ته دا اولادونه ور روزي کړي وو:
 
- زامن یې: حسن، حسین او محسن.
 
- لوڼې یې: أم کلثوم او زینب رضي الله عنهم أجمعین.
 
نور بیا... 
 
www.taleemulislam.net
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته