تازه سرليکونه
د (نبوي سيرت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
مختصر نبوي سیرت (۱۱)
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  May 27, 2023
  0
مختصر نبوي سیرت
(یوولسمه برخه) 
 
لیکوال: شیخ موسی بن راشد عازمي
ترجمه: سلطان محمود صلاح/تعلیم السلام ویب پاڼه               
 
مدینې ته د رسول الله صلی الله علیه وسلم ننوتل
 
o بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم د بني سالم بن عوف له مېنې پر اوښه  سپور وخوځېد، د اوښې پړی یې ورخوشی کړ، څو مدینې ته په داسي حال کي ننووت چي له هري خوا خوښي وه او خوشالي.
 
o دا یوه تاریخي او تلپاتې ورځ وه، په کورونو، لارو او کوڅو کي د تکبیر او تحمید زړه راښکونکي ملکوتي انګازې وې.
 
o انس رضي الله عنه وایي: له هجرت وروسته مي مدینې ته د رسول الله صلی الله علیه وسلم او ابوبکر صدیق د راتګ له ورځي زیاته منوره، ښایسته او برکتي ورځ نه ده لیدلې.
 
o بَراء بن عازِب رضي الله عنه ویلي: د مدینې خلک چي مدینې ته د رسول الله صلی الله علیه وسلم په راتګ څومره خوشاله شوي دي، ما په بل هیڅ څه دومره خوشاله نه دي لیدلي، د رسول الله صلی الله علیه وسلم په راتګ د خوشالۍ اندازه یې له دې لګولی شو چي ان وینځو به ویل: رسول الله صلی الله علیه وسلم تشریف راوړی.
 
o براء بن عازب رضي الله عنه وایي: په دې ورځ نارینه او ښځینه بامونو ته وختل، ژڼي، هلکان او خادمان ټول په لارو کوڅو کي ولاړ وو او ویل یې: یا محمد یا رسول الله!
 
o انس رضي الله عنه وایي: په کومه ورځ چي رسول الله صلی الله علیه وسلم مدینې ته تشریف راووړ هر څه رڼا او ښایسته شول.
 
o انس رضي الله عنه ویلي: په همدې ورځ نجوني راوتلي وې، دریاوي یې وهلې او ویل یې:
 
نحن جوارٍ من بني النَجَارــــــــ یا حبَّذا محمَّدٌ مِنْ جار: موږ د بني نجار لوڼي او نجونې یو ، محمد صلی الله علیه وسلم څومره غوره ګاونډی دی!
o مشهوره ده چي په دې ورځ دا بیتونه ویل شوي: طلع البدر علینا... من ثَنِیَّات الوَدَاع:  پر موږ د وداع له غونډیو سپوږمۍ راوخته. دا بیتونه بیهقي په ضعیف اسناد سره روایت کړي دي.
 
o غزالي هم په خپل کتاب الاحیاء کي  دا شعرونه رانقل کړي، خو حافظ عراقي دا روایت معلول بللی او ویلي یې دي چي اسناد یې مُعْضَل دی، حافظ ابن حجر په خپل کتاب الفتح (فتح الباري) او ابن قیم په زاد المعاد کي هم دا روایت ضعیف بللی دی.
 
o قسطلاني ویلي: مدینه د رسول الله صلی الله علیه  وسلم په حضور سره رڼه او منوره شوه، زړونه له خوښیو او سکون ډک شول.
 
o د نبي صلی الله علیه وسلم اوښه د نبوي مسجد پر ځای چو (ګونډه) شوه، دا د الله تعالی خوښه وه، او همدلته نبوي جومات جوړ شو.
 
ابو ایوب انصاري د نبي صلی الله علیه وسلم د کوربه توب ویاړ ګټي
 
o رسول الله صلی الله علیه وسلم د ابو ایوب انصاري رضي الله عنه په کور کي واړول، څو خپلي خوني ورته جوړي شوې او هلته ورنقل شو.
 
o ابو ایوب انصاري رضي الله عنه په خپل کور کي د رسول الله صلی الله علیه وسلم د اوسېدو؛ کوربه توب دا ستر او بې مثاله ویاړ او شرف ترلاسه کړ.
 
د مدینې وباء
 
o په مدینه کي وباء او رنځونه وو، د رسول الله صلی الله علیه وسلم اصحاب هم په بلاء او رنځ اخته شول، خو رسول الله صلی الله علیه وسلم د الله تعالی په ځانګړي کرم سره سالم او روغ رمټ پاته شو.
 
o رسول الله صلی الله علیه وسلم چي ولیدل اصحاب یې ناروغان دي،  نو الله تعالی ته یې دعاء وکړه چي دا وباء او رنځ له مدینې پورته کړي.
 
o رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «اللهم حَبِّب الینا المدینةَ کحُبِّنا مکةَ أو أشدَّ، و صَحِّحْها، و بارک لنا في صاعِها و مُدِّها».(رواه أحمد) خدایه! له مدینې سره  مو له مکې سره د میني  په څېر او یا له هغې هم زیاته مینه پیدا کړه، له رنځونو یې پاکه کړه، وزن او پیمانه یې راته برکتي وګرځوه.
 
د مدني ټولني بنسټونه
 
o نبي صلی الله علیه وسلم مدني ټولنه په دریو بنسټونو سره ودانه کړه:
 
- د نبوي جومات جوړول.
 
- د مهاجرینو او انصارو تر منځ د ورورۍ تړون.
 
- د صحیفې (د مدینې میثاق یا تړون) لیکل.
 
o دا داسې یوه صحیفه یا تړون و چي نبي صلی الله علیه وسلم له یوې خوا د مسلمانانو د خپل مینځي اړیکو د تنظیم او له بل پلوه د مسلمانانو او نورو ګاونډو قبیلو لکه هلته د میشتو یهودو، تر مینځ د اړیکو د تنظیم په موخه ولیکله.
 
له عائشې رضي الله عنها سره د رسول الله صلی الله علیه وسلم واده
 
o د لومړي  هجري کال په شوال میاشت کي نبي صلی الله علیه وسلم عائشه رضي الله عنها واده او خپل کور ته راوړه، عائشه رضي الله عنها نبي صلی الله علیه وسلم ته تر  خپلو ټولو مېرمنو رضي الله عنهن زیاته ګرانه وه.
 
د یثرب نوم بدلول
 
o رسول الله صلی الله علیه وسلم د یثرب نوم بدل کړ؛ طابه، المدینه او طیبه نومونه یې ورته غوره کړل؛ له دې دری واړو نومونو به یې په یوه نوم یادوله.
 
o رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «اِنَّ اللهَ سَمَّی المَدینةَ طابةَ»: الله تعالی مدینه، طابة نومولې ده.(رواه مسلم) الله تعالی مدینه طابة نومولې ده.
 
o رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي: «أُمرتُ بقریة تأکل القُری،یقولون یثرِب وهي المدینةُ»: داسې یوه کلي ته په هجرت کولو مأمور شوی یم چېي مؤمن اوسیدونکي به یې پر نورو  سیمو برلاسي مومي، فتح کوي  به یې، خلک یثرب ورته وایي او هغه کلی مدینه ده. (متفق علیه)
 
o جابر بن سَمُرة رضي الله عنه وايي: «کانوا یسمون المدینة یثرب، فسمَّاها رسول الله صلی الله علیه وسلم طیبةً»: خلکو به مدینه یثرب بلله، څو رسول الله صلی الله علیه وسلم طیبه ونوموله.
 
www.taleemulislam.net
 
 
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته