تازه سرليکونه
د (نبوي سيرت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
مختصر نبوي سیرت (۶)
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  April 5, 2023
  0
مختصر نبوي سیرت
(شپږمه برخه) 
 
لیکوال: شیخ موسی بن راشد عازمي
ترجمه: سلطان محمود صلاح/تعلیم السلام ویب پاڼه               
 
پر رسول الله صلی الله علیه وسلم د قریشو د ظلمونو زیاتېدل
 
o د ابو طالب له مرګ وروسته قریشو پر رسول الله صلی الله علیه وسلم خپل ظلمونه، ځوروني او کړاوونه زیات کړل، د مشرکینو ستر جاهلان د رسول الله صلی الله علیه وسلم په خلاف خپلو ناشُدو او ناکردو کي زړور شول، جرأت یې وموند، دا په داسي حال کي چي د ابوطالب په ژوند هیچا د نبي صلی الله علیه وسلم په مقابل کي د بدۍ او تعدۍ همت نه درلود.
 
o رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «مَا نَالَتْ مِنِّي قُریشٌ شَیئًا أکْرَهُهُ حَتَّی مَاتَ أبُو طَالِبٍ».(رواه البیهقي في دلائل النبوة باسناد صحیح) قریشو د ابوطالب په ژوند ما ته زیات ځور او تکلیف نه دی راکړی.
 
o أبوجهل لعنه الله یو ځل په خپل ګومان دا هڅه وکړه چي د سجدې په مهال د نبي صلی الله علیه وسلم پر مبارکه غاړه پښه کيږدي، خو الله تعالی د خپل نبي صلی الله علیه وسلم حمایت وکړ او د دې شریر له دې شره یې وساته.
 
o رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: وَعَنْ أَنَسٍ - رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ - قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ:" «لَقَدْ أُوذِيتُ فِي اللَّهِ وَمَا يُؤْذَى أَحَدٌ، وَأُخِفْتُ فِي اللَّهِ وَمَا يُخَافُ أَحَدٌ» رواه أحمد و ابن ماجه. انس رضي الله عنه وایي: رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: زه په داسي حال او مهال کي د الله تعالی په لار کي ځورول کيدم چي بل هیڅوک نه ځورول کيدل (یکي یوازې وم)، او د الله تعالی د دین په لار کي داسې مهال وېرول کيدم چي بل څوک نه وېرول کيدل، (زه یوازې له دې امتحان سره مخ وم چي د الله په توفیق بریالی ورنه ووتم).
 
ابوبکر رضي الله عنه  حبشې ته د هجرت اجازه غواړي
 
o ابوبکر رضي الله عنه چي په مکه کي له سختو کړاوونو سره مخ شو، له رسول الله صلی الله علیه وسلم یې حبشې ته د هجرت اجازه وغوښتله! نبي صلی الله علیه وسلم اجازه ورکړه چي د مشرکینو له ظلمونو حبشې ته هجرت وکړي.
 
o ابوبکر رضي الله عنه د حبشې په لور د هجرت سفر پیل کړ، روان شو، خو کله چي د بِرْک الغِمَاد سیمي ته ورسید ابن الدُغُنَّه نومی سړی ورسره مخامخ شو.
 
o ابن الدُغُنَّه د قارَه نومي قبیلې سردار و، ابوبکر رضي الله عنه ته یې پناه ورکړه او ورته وې ویل: بېرته مکي ته وګرځه او د خپل رب عبادت ته دي ادامه ورکړه. قریشو د ابن الدُغُنَّه دا اقدام رد نه کړ.
 
o وروسته قریش د ابن الدُغُنَّه له خوا ابوبکر ته له پناه ورکولو په تنګ شول، ځکه ابوبکر صدیق رضي الله عنه به قرآنکریم په جهر او لوړ آواز تلاوت کاوه چي کفار یې په غصه کول.
 
o همغه وو چي ابن الدُغُنَّه ابوبکر رضي الله عنه ته وویل چي نور قرآنکریم په جهر مه تلاوت کوه، خو ابوبکر رضي الله عنه دا وړاندیز رد کړ او د ابن الدُغُنَّه پناه یې هم بېرته مسترده کړه او د هغه له پناه پرته په مکه کي پاتي و.
 
رسول الله صلی الله علیه وسلم د طائف په لور
 
o د نبي صلی الله علیه وسلم له پاره په مکه کي ژوند نهایت سخت شو، نور ورته د زغم نه و، نو پیاده (پلی) د طائف په لور روان شو څو د هغه ځای خلک اسلام ته راوبلي.
 
o د طائف بې رحمه خلکو په تېږو او کاڼو سره د نبي صلی الله علیه وسلم استقبال وکړ او دومره ګوزارونه یې پرې وکړل چي له مبارکو پښو یې ویني رواني شوې!
 
o رسول الله صلی الله علیه وسلم سخت غمجن او دردمن له طائف ووت او ایله هغه مهال لږ په حال شو چي قَرْنِ المنازل یا قَرْنِ الثَّعالِب نومې سیمې ته ورسېد.
 
o همدلته جبریل علیه السلام چي د غرونو پرښته هم ورسره وه د رسول الله صلی الله علیه وسلم حضور ته راغی او ورته وې ویل که غواړي د مکي خلک به هلاک کړي(غرونه به ورباندې راچپه کړي) خو نبي صلی الله علیه وسلم صبر غوره کړ.
 
o رسول الله صلی الله علیه وسلم بېرته مکي ته ستون شو، خو له داخلېدو وړاندې مُطْعِمْ بن عَدِيَّ پناه ورکړه.
 
نور بیا... 
 
www.taleemulislam.net
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته