تازه سرليکونه
د (شعر او ادب) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د عشق خواږه لفظونه د پښتو په ژبه ژباړم
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  April 4, 2023
  0

د عشق خواږه لفظونه د پښتو په ژبه ژباړم


جبیر احمد مشهود/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

د عشق خواږه لفظونه د پښتو په ژبه ژباړم
مجنون یمه هر درد د پرهارو په ژبه ژباړم

 

منصور د زمانې یمه له داره مي ډار نه سي
رازونه مي د وخت د زولنو په ژبه ژباړم

 

اورونه مي په سرو وینو ساړه کړله له خونده
وِصال ته زندګي د سرو لمبو په ژبه ژباړم

 

د تور ماښام په غیږه تنها وَ خپل خالِق ته
دعاوي  او زارۍ مي د سلګو په ژبه ژباړم

 

د وخت د هر یرغل او هر نمرود پر ضد قیام کي
کلک عزم او تکل د زمانو په ژبه ژباړم

 

چې نه اخلي د عقل څخه کار، په غرور سر وي
نړۍ ته بیا هرڅه د حماسو په ژبه ژباړم

 

مشهود ملنګ مي بولي ټول یاران په همدې وجه
خواږه د زندګۍ مي د ترخو په ژبه ژباړم


www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته