تازه سرليکونه
د (شعر او ادب) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
تر څو ماتوې پاکي له غباره آیینې
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  March 6, 2023
  0

تر څو ماتوې پاکي له غباره آیینې

محمد قاسم یار/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه
 

تر څو ماتوې پاکي له غباره آیینې 

په زوره - زوره باسي له دې ښاره آیینې

 

مژده د جنتونو یې را وړي له خالقه

په ټولو موجداتو کي سرداري آیینې

 

کاروان د سپینو ستورو مو را و ایست له تور تمه

و مخ ته مو ډېوې وې تر سهاره آیینې

 

زرې زرې پاشلي یې را ټولي کی په مینه

تر حورو لاهم ښکلي بې سینګاره آیینې

 

سپوږمۍ سینګارېدله لمر اتڼ ته څڼي باد کړې

پخوا کي نڅېدلي بې شماره آیینې

 

په اوښکو یې مینځمه (یار) د جبر له غباره

لطیفي مهرباني بې آزاره آیینې

 

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته