تازه سرليکونه
د (صحابه کرام) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د خالد بن ولید رضي الله عنه ژوند
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  March 11, 2021
  0

د خالد بن ولید رضي الله عنه ژوند

 

نوم او نسب یې


لیکنه : نصیب الله /تعلیم الاسلام ویب پاڼه 


نوم يې خالد رضي الله عنه کنیه یې ابوسلیمان دی او د محمد صلى الله عليه وسلم له خوا نه ورته په جګړو کې د بې سارې زړورتیا او سرسرښندنې امله د سیف الله ( الله جل جلاله توره) لقب ورکړل شوی وه، دغه نومیالی اواتل صحابي له هجرت نه شل کاله د مخه په مکه مکرمه کې زېږیدلي وه د۴۱ کلونو په عمر د حمص په ښار کې۲۱ هجري کې وفات شو، د نسب لړۍ يې په لاندې ډول ده: خالد بن ولید بن مغیره بن عبدالله بن عمرو بن مخزوم بن يقظه بن تمیم بن کلاب بن مره بن کعب بن لوی بن غالب بن فهر بن مالک بن نضر بن کنانه
خالد رضي الله عنه د عربو په يوې مشهورې قبیلې بني مخزوم پورې منسوب و. د پېغمبر صلی الله عليه وسلم نیا فاطمه بنت عمرو بن عابد د خالد بن ولید رضي الله عنه د غوره نیکه مخزوم د لمسي عمران بن عمرو لمسی وه، همدارنګه د رسول الله صلى الله عليه وسلم سکه ترور عاتکه بنت عبدالمطلب د خالد رضي الله عنه د سکني تره ابو امید بن مغیره ښځه وه،


دویمه ترور مبسره يې رضي الله عنه د نیکه مغیره د لمسي عبدالاسد بن هلال ښځه وه ام سلمه د رسول الله صلى الله عليه وسلم میرمن هم د خالد رضي الله عنه د تره ابو امیه لور وه، د خالد رضي الله عنه مور لبابه صغری بنت حارث هلالیه د محمد صلى الله علیه وسلم د میرمن ام المؤمنین میمونې خور وه، د خالد دویمه ترور لبابه کبری د رسول الله صلی الله عليه وسلم د تره عباس رضي الله عنه ښځه وه، د خالد رضي الله عنه پلار ولید بن مغیره د نوم او شتو خاوند و سربېره پر دې يې په خپل قوم کې د پوهې او تدبير له امله هم ښه نوم درلوده او خلکو به ورته په درنه سترګه کتل :

 

له نورو قومونو سره به چې کومه شخړه او معامله پیدا شوه نو د مکې خلکو به دی د خپل او په توګه ورلیږه، خالد رضي الله عنه له کوچنیوالي راهیسې ډير هوښیار او زړور و، د ځوانۍ له پیله یې له اس زغلولو، غشي ویشتلو نیزه وهلو او تورې وهلو سره ډیره مینه وه او بشپړ مهارت يې پکې درلوده، چې زلمی شو نو دغه ټولې ښېګړې، چې د هغه وخت د ځوانانو غوره صفات ګڼل کیدل، په ده کې تر هر چا زیاتې وې، هغه په جګړه کې بالکل د لوړ فطري استعداد خاوند و تر اسلام راوړلو د مخه هم د مکې د قریشو د نظامي کمپونو انتظام، د لښکرو سامان ساتل او د سپرو د رسالې مشري د هغه پر غاړه وه. هغه دغه وظایف په ډیره ښه توګه سرته رسول، لکه څنګه چې موږ وینو د احد په جګړه کې هغه مسلمانانو ته ډیر زیات زیان ور اړولي وه


ماخذ : د خالد بن ولید رضي الله عنه ژوند

 

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته