تازه سرليکونه
د (قران کريم) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د قرآن مجید د ویلو آداب
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  February 25, 2021
  0
د قرآن مجید د ویلو هغه آداب چي ټول علماءکرام پر هغه اتفاق کړي
 
لیکنه : بصیریوسفزي /تعلیم الاسلام ویب پاڼه
 
 
۱ : د قرآن مجید د ویلو په وخت کی به دي نیت خاص د الله(جل جلاله) دپاره وي، په دغه ویلو سره به دي د الله(جل جلاله) رضاء او د ځان دپاره ثواب مقصد وي.
 
۲ : هر هغه څوک چي د قرآن مجید تلاوت کوي هغه به د لوی او کوچنۍ بې اودسۍ څخه پاک وي، لویه بې اودسي هغه ده چي پر انسان غسل لازم وي او کوچنۍ بې اودسي هغه ده چي اودس ونه لري.
 
۳ : د قرآن مجید د تلاوت په وخت کي به په لاس سره لوبي او عبث کارونه نه کوي او نه به بېله ضرورته سترګي یوې او بلي خوا ته لغړوي.
 
۴ : د قرآن مجید تر تلاوت دمخه باید مسواک و وهل سي چي د تلاوت کوونکي خوله پاکه او خوشبویه وي ځکه خوله د قرآن مجید د ویلو لار ده.
 
۵ : ښه خبره دا ده چي د قرآن مجید تلاوت کوونکی مخ پر قبله وي، ځکه په ټولو اطرافو کي د قبلې طرف هغه مشرف طرف دی، او د هر عبادت د کولو په وخت کي مخ باید د قبلې وطرف ته وي.
 
۶ : د قرآن مجید د تلاوت په شروع کي باید حتماً اعوذ بالله و ویل سي او که یې د یوه سورة څخه شروع کول باید بسم الله هم ور سره و ویل سي.
 
۷ : قرآن مجید باید په ترتیل، آرامي او کراره سره و ویل سي، ځکه د قرآن مجید په ویلو سره په هغه کي فکر کول مقصد دي او په ژر ژر یا چابک چابک ویلو سره دغه تدبّر او فکر کول نه حاصلیږي.
 
۸ : د قرآن مجید د ویلو په وخت کي انسان باید خپل عقل او فکر په کار واچوي چي زما رب(جل جلاله) و ما ته څه وايي؟ په څه شي سره مي امر کوي او د څه شي څخه مي منعه کوي.
 
۹ : د قرآن مجید تلاوت کوونکی باید د رحمت د آیات د ویلو پر وخت د الله(جل جلاله) د رحمت غوښتنه وکړي او د عذاب د آیات د ویلو په وخت کي باید د الْهي عذاب څخه پناه وغواړي، د تسبیح د آیات ویلو په وخت کي باید تسبیح و وايي او که یې د سجدۀ تلاوت آیات و وایه باید سجده وکړي.
 
۱۰ :  د مسلمان سره باید د قرآن مجید د تلاوت په وخت کي خشوع، وقار او آرامتیا    ملګري وي او قرآن مجید تر خپله وسه په تجوید سره و وايي.
 
۱۱ :   مسلمان باید د قرآن مجید پر تلاوت همېشه توب وکړي یعني داسي ورځ پر تېره نه سي چي ده دي د قرآن مجید تلاوت نه وي کړی، ښه خبره دا ده چي په ورځ کي د قرآن مجید یوه سېپاره تلاوت کړل سي نو به یې په میاشت کي یو وار ختم کړی وي او څومره سورتونه یا آیاتونه چي د قرآن مجید څخه د چا په یاد وي هغه باید هېر نه کړي.
 
۱۲ : څومره چي دي په وسه پوره وي پر هغه اندازه قرآن مجید په ښه    آواز سره  وایه، ځکه رسول الله(صلی الله عليه وسلم) فرمايي:
« زَيِّنُوا الْقُرْآنَ بِأَصْوَاتِكُمْ ». [رواه احمد و ابو داود و ابن ماجه]
 
یعني: قرآن مجید په خپلو آوازو سره ښایسته کړی.
 
۱۳ :  کوم وخت چي قرآن مجید ویل کیږي و هغه ته غوږ نیول او چپه خوله کېدل واجب دي، ځکه الله(جل جلاله) فرمايي:
 
وَإِذَا قُرِئَ الْقُرْآنُ فَاسْتَمِعُوا لَهُ وَأَنصِتُوا لَعَلَّكُمْ تُرْحَمُونَ ﴿الأعراف: ٢٠٤﴾   
 
۱۴ :  د قرآن مجید باید احترام وسي، پر مځکه نه کښېښوول سي او نه بایدکوم شیسربېره یا لوړ پر کښېښوول سي او که چا در څخه وغوښتی په بې ادبي سره باید ورنه کړل سي چي ور وې غورځوي.
 
 
ماخذ : درسول الله (صلی الله عليه وسلم)مقام اودرجه
 
www.taleemulislam.net
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته