تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د تلوېزېون په اړه د دوو خوندو پیغام
 
  December 7, 2015
  0

رالېږونکې: ن.ف او ح.ق

نن ورځ په ډېرو کورو کي يوداسي لويه بلا، مصبت او ا فت وجود لري ، چي هغه دا لعنتي ډش ( ډي وې ډي ) او يا هم تلوېزون دئ ، تلوېزون يو داسي مضر شى دئ چي پر لار مسلمانان بې لاري کوي ، باعزته مسلمانان بې عزته کوي ، په هرکور کي ، چي تلوېزون وي پر هغه کور به فتنې اوري ، پر هغه کور به افتونه نازلېږي . ځيني ناپوهه کسان وايي چي موږ د تلوېزون څخه سالمه استفاده کوو موږ خبرونه پکښي ګورو او د نړۍ په حالاتو ځانونه خبروو .

خو اې مسلمانه ! که ته هوښيار يې په خپل دين ، قران او د رسول الله صلی الله علیه وسلم  په احاديثو ځان خبر که .

هو ! له تا څخه د ژوند اصلي مقصد پاته دئ ،  تلوېزون خو هغه ظالم شى دئ ، چي تا د هلاکت وکندي ته ور غورځوي ، ځيني ناپوهه کسان فحشي او بې حياء ډرامې ګوري او بيا وايي ، چي دا خو کورنى سريال دئ او د دې کتل هيڅ پروانه لري او د دې څخه موږ کورنى ادب زده کوو ، خو ودې ته ادب ويل پخپله بې ادبي او بې عقلي ده ، داخو وجهالت ته د علم نوم ورکول او ګمراهئ ته هدايت ويل دي په دغه بې ځايه بهانو يې ځانونه د تلوېزون غلامان جوړ کړي دي زه و دې ته حيرانه يم چي د يو مسلمان په کور کي دي تلوېزون پروت وي او د ده ښځي دي و پرديو کافرانو او فاسقانو ته ګوري او د ده زاړه او واړه دي وپرديو بې حياء ښځوته ګوري.

 نه پوهيږم چي زموږ ځيني مسلمانان ولي داسي د غېرت د ښايسته صفت څخه ناخبره سول؟ تاسو و ګوري کفارو د مسلمانانو د خرابولو له پاره څومره هلي ځلي کړي دي او په دې کي څومره بريالي سوي هم دي ، چي مسلمانان يې خطايستلي دي حتى تر داسي اندازي ، چي اوس يو مسلمان په يوه رسنۍ کي ناست وي او دا اعلان کوي ، چي تلوېزون ته خو په اوس وخت کي سخت ضرورت دئ او دا د ژوند يوه اړتياده . افسوز دئ پرداسي مسلمان ، د اسلامي امت د  ذهن د خرابولو له پاره خويې د فسق رسنۍ جوړه کړې ده.


ايا دا غفلت او جهلت راباندي لږ دئ ، چي نور مولاهم د تباهئ و کندي ته ورغور ځوې.

ای وروره ! پوسه چي ستا په اړه الله جل جلاله  داسي فرمايي:

إن الذين يحبون أن تشيع الفاحشة في الذين آمنوا لهم عذاب أليم في الدنيا والآخرة والله يعلم وأنتم لا تعلمون.

 ( سورة النور ايت ١٩ )

ژباړه: یقیناً هغه خلک چي په مؤمنانو کي د فحش او بدکارې خپرول خوښوي لري، دوی لره په دنيا او اخيرت کي درد ناکه عذاب دئ الله جل جلاله  پوهېږي تاسو نه پوهېږئ

هرچاچي ځان د دغه ايت مخاطب جوړ کړئ د هغه له پاره همدغه بدبختي بس ده .


تلوېزون زموږ د ټولني د خلګو په خاصه توګه د ځوانانو پر ذهن دا ډول توري پردې غوړوي ، چي بيا به حق باطل او باطل به ورته حق ښکاري ، تلوېزون يوداسي لعنتي فتنه ده ، چي زموږ د ګران پيغمبر  صلی الله علیه وسلم  سنت طريقې له منځه وړي او پر ځاى يې د غرب ناولي، بويناکه او د زهرو څخه ډک رواجونه رامنځته کوي .


اې مسلمانانو ! دا اخرپيغام مي واورئ راسئ ، چي اوس خپل غيرت ، همت ، او مېړانه ښکاره کوو ، د کفارو د دغه مردار خور سوغات په مقابل کي سخته مبارزه وکوو او دغه لعنتي او لړلئ تهديب يې بېر ته ورو غور ځوو او دا توره تياره کورونه د قران او حديثو په رڼا سره ځلانده کړو.

ماشومانو ته د تلوېزیون کتلو تاوانونه
مرکه- تلوېزيون د اسلام له نظره
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته