تازه سرليکونه
د مجلس بدلون
 
  December 29, 2011
  0

د مجلس بدلون د ځاى په بدلولو هم راځي او پر هماغه ځاى باندي د بل کار يا نورو خبرو اترو په شروع کولو هم راځي .
که تر ايجاب وروسته چي قبول لا نه وي سوى ، د مُتَعَاقِدَيْنو څخه يو يا دواړه خپل د ناستي ځاى يا د ولاړي ځاى بدل کړي يا په هماغه ځاى کي ناست يا ولاړ وي خو د تړون څخه پرته نوري خبري اتري پيل کړي ، يا په بل کار باندي لګيا سي دا ټول د مجلس بدلون بلل کيږي ، مخکنى  ايجاب په لغو کيږي .

د ايجاب  لغوه کېدل

لکه څرنګه چي ايجاب د مجلس په بدلېدلو لغوه کيږي دغه ډول که مُجِيْب د قَابِل د قبول څخه وړاندي د ايجاب څخه رجوع او اعراض وکړي يعني خپله خبره بيرته واخلي يا ولاړسي مجلس بدل کړي هلته هم ايجاب لغوه کيږي .
د مُجِيْب د رجوع او اِعْرَاض وروسته د قَابِل و قبول ته اعتبار نه ورکول کيږي .
دغه ډول که قَابِل ايجاب رد کړي يا اعراض ور څخه وکړي يعني بل بحث شروع کړي يا د مجلس څخه ولاړ يا رهي سي نو تر دې وروسته يي هم قبول نه صحيح کيږي . ځکه د قَابِل په اِعْرَاض او ردولو سره هم ايجاب لغوه کيږي .

ماخذ: فقه المبتدي دوهم ټوک-معاملات

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته