تازه سرليکونه
د (روژه مبارکه) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
روغتیا بخښونکي خواړه
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  May 3, 2020
  0
د ناروغی څخه د ځان ساتني او شِفا اسانه لاري
لیکنه: علي الله متوکل/تعلیم الاسلام ویب پاڼه
 
• د زمزم اوبه و څيښئ. نبوي ارشاد دی: د زمزم اوبه چي د کوم مقصد لپاره وڅيښل سي، هغه پوره کيږي.  د رسول الله بل ارشاد دی: زمزم اوبه که د خوراک په نیت و څيښل سي، نو د خوراک کار کوي او که د ناروغی لپاره و څيښل سي، نو روغتیا به و مومی. 
بل حدیث کي راځي: د نړۍ پر مخ تر ټولو غوره اوبه د زمزم اوبه دي.  
 
• په کوم لوښي کي چي خوراک کوی، خوراک مو له خپلي خوا څخه وکړی، د لوښي له منځ څخه یې مه کوی. نبي علیه السلام فرمایي: د خوراک پر وخت د لوښي له منځ څخه خوراک مه کوی، بلکي له خپلي خوا څخه یې وخوری، ځکه برکت د لوښي پر منځ باندي نازلیږي.  
دلته د برکت په کلیمه کي ډېر څه نغښتي دي؛ برکت دلته په خوراکي توکو کي د زیاتوالي او یا په لږ څه د ښه مړېدلو په معنی دی. 
 
• که په کور کي مو زیات خلک وي، نو د هغوی سره یوځای په ګډه ډوډۍ وخوری. نبوي ارشاد دی: په ګډه ډوډۍ وخوری او د الله د نوم په یادولو سره ډوډۍ وخوری. په دې کي الله ستاسو لپاره برکت اچوي.  
بل ځای فرمایي: په ګډه خوراک وکړی. یوازي یوازي یې مه خوری. الله په یوځای والي کي برکت ایښی دی.  
 
• د ويدېدو پر وخت په اثمد رانجو باندي سترګي ووهی. د رسول  حدیث دی: د ويدېدو پر مهال د اثمد رانجه په سترګو ووهی. دا ستاسو لید زیاتوي او باڼو ګان راشنه کوي.  
د غوا شيدې و څيښی. نبوي حدیث دی: تاسو د غوا شیدې و څيښی. هغه له هري وني څخه خورک کوي. دا شیدې د هري ناروغی لپاره شِفا ده.  او د غوا غوړي غوره دوا ده. 
 
• سیاه دانه  وخوری. د نبي علیه السلام وینا ده: د سیاه دانې خوړل پر ځان لازمي کړی، ځکه پدې کي بغیر له مرګ څخه د هري ناروغی شِفا موجوده ده.  
 
• د زیتون غوړي وخوری او د درد ځای په ووهی. د رسول الله ارشاد دی: د زیتون غوړي په خوړو کي وکاروی او په بدن باندي یې ووهی، ځکه دا غوړي له برکت لرونکي وني څخه لاسته راځي.  
 
• عجوه خرما وخوری. نبوي حدیث دی: عجوه جنتي خرما ده او د هغه چا لپاره چي جادو په سوی وي، شِفا ده . په بل حدیث کي راځي: کوم څوک چي سهار په نهاره اووه دانې عجوه خرما وخوري، نو پر هغه به جادو او زهر اغېز و نه کړي. 
 
• د عسلو څخه زیاته ګټه واخلی. الله تعالی فرمایي: 
فِيهِ شِفَاءٌ لِلنَّاسِ (سورة النحل ۶۹)
ژباړه: په دې کي خلکو ته شفا ده.
 
• په درو ساوو د اوبو څښل عادت کړی. هر ځل خوله له ګیلاس څخه لیري کوی. صحیح حدیث کي راځي: رسول صلی الله علیه وسلم به اوبه په درو ساګانو څيښلې او ویل یي: داسي څيښل ښه دي، ګټور دي او تنده ماتونوکي دي . 
 
• په هغه لوښو کي چي څيښاک یا خوراک وي، سر یې پټ کړی. نبوي لارښوونه ده: د خوراک د لوښو او ژیانو (د څيښاک د لوښو) سرونه پټ کړی،ځکه په کال کي یو ځل وبا راښکته کیږي او پر هغه لوښو باندي چي سر یې نه وي پټ، اغېز کوي.  
 
• حجامه (له بدن څخه خرابه او فاسده وینه ایستل) وکړه. د رسول الله وینا ده: د علاج کولو لپاره غوره څه د حجامې کول دي. 
او همدارنګه فرمایي: د معراج په شپه چي زه د ملائکو د کومي ټولۍ سره تېرېدم، هغو ټولو راته وویل: ای محمده! د حجامې کول پر ځان لازم کړه . 
 
مأخذونه: 
سنن ابن ماجه، کتاب الاطعمه
سنن ابن ماجه، کتاب الطب
جامع ترمذی، کتاب الطب
جامع ترمذی، کتاب الاطعمه
سنن ابو داؤد، کتاب الاشربه، باب: فی الساقی متی یشرب
صحیح مسلم، کتاب الاشربه
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته