تازه سرليکونه
د (حکايات) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
عقل او نصیب
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  February 18, 2020
  0

ژباړه: سمیع الله دُرانی


ویل کیږي چي په یو ځای کي دوه خلک اوسیدل چي د یوه نوم عقل او د بل نوم نصیب وو؛
یو وار دواړه په یو موټر کي د اوږده سفر لپاره ووتل، په نیمایي لار کي چي دښت ؤ، د موتر تیل خلاص سوه، دواړو کوښښ کوئ چي څنګه د شپې راتللو څخه مخکي د دغه ځای حخه ځان وباسي.


مګر د پښو تر ډیر تګ یې دا غوره وبلل چي همدلته شپه تیره کړي، شپه یې تیره کړه خو مرسته کونکی یې نه راغلی.
عقل فیصله وکړه چی د سړک پر یوه کونج باندي تر درختي لاندي بیدیږي او نصیب فیصله وکړه چی د سړک پر منځ به بیدیږي؛


عقل نصیب ته وویل: دلته څه کوې؟! د سړک پر منځ بیدیدل خپل ځان مرګ ته ورکول دي.
نصیب ورته وویل: نه! د سړک په منځ کي بیدیدل بهتره دي، چي د هر چا نظر پر ما ولګیږي نو پورته به مي کړي، د بیدیدو سبب به راڅخه وپوښتي او مرسته به مي وکړي.


همدارنګه عقل تر درختي لاندي او نصیب د سړک پر منځ بیده سو؛
د بیدیو څخه څو ساعته وروسته یو تیز موټر تیریدئ، د موټر د چلونکي نظر پر یو کس ولګیدئ چي د سړک پر منځ بیده دئ؛


د هغه د ژغورلو لپاره یې د موټر د درولو کوښښ وکړ، خو ناڅاپه موټر په درخته کي وموښتئ؛
تر درختي لاندي بیده عقل بیچاره مړ سو او نصیب بالکل محفوظ سو.


شاید په حقیقي ژوند کي داغسي وسي، چي نصیب خلک د کوم ځای څخه کوم ځای ته رسوي، مګر د دوی کار په عقل نه بلکي د دوی به تقدیر کي لیکل سوي وي؛


ځیني وخت د سفر ځنډ په خیر تمام سي؛
په واده کي ځنډ د برکت سبب جوړ سي؛
د کار د پسي اخیستلو څخه په یو با برکته کاروبار باندي شروع وکړي؛


کوم څه چی تا ته پیښ سي ته یې بهتر وګڼه!


کوم شئ چی ته خوښ کړې او هغه تا ته بد وي الله جل جلاله ښه په پوهیږي ته نه پوهېږې!

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته