تازه سرليکونه
د (احکام) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د انسان په ژوند کي د وخت اهميت
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  January 17, 2022
  0

 

بسم الله الرحمان الرحيم
نحمده و نصلي و نسلم علی رسوله الکريم اما بعد :


وخت د انسان عُمر دی، په ژوند کي يې پانګه او سرمايه ده، که کوم انسان د خپل وخت له هر ضائع کېدونکي ساعته ګټه واخلي او هغه د علم په زده کړه کي او يا په داسي يوه کار کي ولګوي کوم چي ده ته ګټه رسوي، نو په دې سره به ډېر څه تر لاسه کړي او د سُستيا له مرض څخه به وژغورل شي .


انسان په دُنيا کي د وخت په ضمن کي ژوند کوي، خپله انسان له وخت څخه تعبير کوي، ځکه ته لس کاله يا شل کاله مخته داسي نه وې لکه څرنګه چي نن يې! نه په شکل، نه په علم او پوهه کي او نه په بدن او طاقت کي .


همدا راز لس يا شل کاله بعد به هم دغسي نه يې څرنګه چي نن يې !
نو د وخت په تېرېدو سره د انسان چاپېره هر شی بدلون مومي .
هره ورځ چي پر انسان تېرېږي، په دې سره يې عُمر کمېږي او مرګ ته نږدې کېږي .


نو عقلمند بايد خپل وخت غنيمت وګڼي او دغه وخت چي الله تعالی ور کړی، په هغه څه کي ولګوي، په کوم چي الله تعالی راضي کېږي او د ځان لپاره په دُنيا او آخرت کي سعادت او نېکمرغي تر لاسه کړي .


الله جل جلاله پر انسانانو بې شمېره احسانات کړي دي، بې شمېره نعمتونه يې ور کړي او هغه ټول ډېر ستر ستر نعمتونه دي او د ټولو قدر کول ضروري دي، خو ځيني نعمتونه ډېر زيات ستر دي د هغو خوا ته پام کول ډېر ضروري دی .


دا ځکه چي خلگو ته د هغو قېمت او ارزښت نه معلومېږي ، که چا ته معلوم وي، د هغه يې د قدر کولو خوا ته يا خو پام نه وي او که وي ، نو پوره پاملرنه يې نه وي ور ته کړې .


له هغو ډېرو غټو نعمتونو څخه يو وخت دی .
په وخت سره ورځ، اونۍ ، مياشت او کال معلومېږي او په دې سره د انسان عُمر معلومېږي .


همدا راز په وخت سره د عبادتونو وختونه پېژندل کېږي ، د کومو لپاره چي په شريعت کي وخت مقرر شوی دی ، په ځانګړې توګه لمونځ ، د کوم چي الله تعالی په خاصو وختونو کي اداء کول فرض کړي دي . الله تعالی فرمايي :


إِنَّ الصَّلَاةَ كَانَتْ عَلَى الْمُؤْمِنِينَ كِتَابًا مَوْقُوتًا ( النساء : ۱۰۳)
په يقيني توګه لمونځ پر مؤمنانو وختناکه فرض شوی دی !!


وخت په دُنيا کي د انسان لپاره يوه موقع ده چي الله تعالی له ځانه راضي کړي او راتلونکی تلپاتی ژوند د ځان لپاره سم کړي .


همدا راز په وخت سره د هغو پېښو تاريخ معلومېږي کومي چي په دُنيا کي شوي او کېږي، چي موږ په اوسني ژوند کي عبرت او ګټه ورڅخه اخيستلی شو .


د وخت د قدر او ترې صحيح استفاده کول کس او ټولني ته ډېري زياتي ګټي رسولی شي .


وخت يو داسي لوی نعمت دی چي د ارزښت په هکله يې مسلمانان او کافران ټول متفق دي، هيڅوک يې د قيمت په اړه سوال نه لري ځکه د انسان وخت د ده عمر دی، او د ده د ابدي ژوند د نيکمرغۍ او اسانۍ ماده ده، خو متاسفانه ډېر خلګ د وخت پروا نه لري او قدر يې صحيح نه پېژني، نو ځکه يې په عبث او بې فائدې کارونو کي  تېروي .


د حيرانتيا خبره خو دا ده چي ډېری خلګ په دې خوشحالېږي چي وختونه ژر پرې تېرېږي ، په داسي حال کي چي دوی ته هم معلومه ده چي د وخت تېرېدل مرګ ته نږدې کېدل او له دُنيا لري کېدل دي .


يو شاعر وايي :
يَسُرُّ الْمَرْءَ مَا ذَهَبَ اللَّيَالِي . . . وَ كَانَ ذَهَابُهُنَّ لَهُ ذَهَابًا  
يعني سړی د شپو تلل خوشحالوي، په داسي حال کي چي د شپو تګ د ده لپاره هم تګ دی !!


نو موږ بايد د انسان په ژوند کي د دغه ستر نعمت قدر وپېژنو او بايد قدر يې شروع کړو او په استعمالولو کي يې بايد له پوره احتياط څخه کار واخلو، څو دغه نعمت زموږ لپاره ډېر مُفيد او مُؤثر ثابت شي .


د دې دا مطلب هم نه دی چي موږ دي خپل ځان او بدن ته هيڅ هوساينه او آرام نه ور کوو او نه دي څه د دماغ د تقويې لپاره څه تفريح کوو .بلکي مطلب دا دی چي تفريح او د ځان هوساينه به تر ضرورت زياته نه کوو چي په پايله کي مو وختونه ضائع او بې ګټي تېر شي .


وصلی الله تعالی علی نبينا محمد وعلی آله و صحبه اجمعين

لیکنه: مولوي عصمت الله عزام

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته