تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
پندونه
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  November 19, 2019
  0

ژباړه: اصیل زارع / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

۱– کله چي له خلکو سره مرسته کوی، نو په سترګو کي ئې سترګي مه ښخوئ، کېدای سي د هغه عاجزه سترګي تاسو کي غرور پيدا کړي. 


۲– په پيسو نه درلودلو مه مايوسه کېږه، دې نړۍ کي داسي غريبان ډېر سته چي پيسي لري، خو نور هيڅ نه لري؛ خوښي، ميني، ملګرتيا او دوستي ئې له ژونده کډه کړې وي.  


 ۳– د دوستۍ د پاللو لپاره، تګ راتګ او رابطه ساتل اړين دي، بېله رابطې او پام نه کولو څخه هغه ونه هم وچیږي کوم چي تاسو په خپلو لاسونو ايښې وي او د اوبو پر وخت ستاسو د ياده ووځي او هيڅ اهیمت ورنکړی.


 ۴– انسان عموماً په  درو حصو ويشل سوی دئ: 


يوه حصه د الله جل جلاله ده. 
 دوهمه  د ځان ده. 
 دريمه د حیواناتو ده. 


هغه حصه چي د حق تعالی ده هغه روح دئ. 
هغه حصه چي د انسان خپله ده هغه عمل دئ. 
هغه حصه چي د حيواناتو ده هغه جسم دئ. 

 

۵– هر کله د دې تر مخه چي د يو چا په اړه منفي فکر وکړی، لومړی د هغه حالات وسنجوئ. کېدای سي هغه د حالاتو تر اغېز لاندي داسي عکس العمل وښيي چي هغه منفي وي. 


۶– د ځينو برياليو شخصيتونو تر شا د هغه استاد لاس هم وي چي تل خپل شاګرد ته وائي (ته په ژوند کي ډیر څه کولای سې). 


د دې جملې په اورېدو سره  د انسان په دماغ کي يو ډول قوت پيداکيږي، پر ځان مطئمن کیږي. 


او د ځينو برياليو اشخاصو ته د استاذ لخوا دا ویل کیږي چي: (ته په ژوند کي هيڅ هم نسې کولای). 


د دې جملې په اورېدو سره د هغه په دماغ کي يو ډول عکس العمل پيداکيږي، چي غواړې خپل استاد مات کړي او داسي څه وکړي چي هغه استاد په خپله خبره پښېمانه کړي.


۷– هغه څه چي زموږ په تقدير کي نه وي ليکل سوي، بيا هم تل د خدای تعالی څخه دعا وکړئ. 


ځکه موږ د تقدير په وړاندي بې وسه او بې توانه يو خو هغه ذات ﷻ ډېر قدرتمند او مهربانه دی چي تقدير يې جوړکړی دئ. 


۸– په هغه ټولنه کي چي خلک يکي يوازي علم د پيسو پيداکولو لپاره ځانته حاصلوي، په هغه ټولنه کي به ټوله کارګران پيدا کيږي.


۹– هيڅکله د جاهل او ناپوه پر حالت افسوس مه کوئ. 


افسوس د هغه انسان پر حالت وکړئ کوم چي ځانته يې علم حاصل کړی وي خو بيا هم جاهل وي. 


۱۰–  زما رب زما په عيبونو پرده اچوي، خو زه ځان لوی او معتبر ګڼم. هغه ذات همېش زما د عيبونه پرده کوي، زه ولي بايد د بل انسان پرده ونکړم؟ 


په دې مجازي نړۍ کي ښه عمل لرونکي هم سته.


۱۱– د هغه کس چي تاسو يې  زړه ازار کړی وي، خو هغه شخص تاسو ته آن شکايت هم ونکړي، د دې شخص په پرتله ستاسو سره هيڅوک هم مينه په دې نړۍ کي نسي کولای. 


۱۲– هره نيکي چي کوې داسي احساس وکړه چي په سمندر کي دي وغورځول، کېدای سي د توپان په وخت کي ستا لپاره هغه نيکۍ کښتۍ جوړه سي. 


۱۳– هر انسان د هغه د ژبي تر شا پټ وي، که چيري غواړې پوه سې چي د دې شخص علم او پوهه څومره ده؟ نو اجازه ورکړه تر څو خبري وکړي. 

 

موږ وايو ژبه هم کلا ده هم بلا ده! 


۱۴– که چيري دي کوښښ کوئ چي تر ضرورت زيات ځان ښه ښکاره کړې ، نو د ضرورت څخه به اضافه استعمال سې. 


۱۵– قدر عزت او درناوی هغه دئ چي د يو شخص په شتون کي يې بايد وکړی.هغه عزت، قدر او درناوی نه دئ چي تر مړيني وروسته يې کوی.هغه ته قدر نه افسوس ويل کيږي. 


۱۶– تر پير او فقیر جوړيدو د انسان بنده جوړېدل سخت دي.


انسان ازاد پيدا سوی، د بنده غلامي يې په جوړښت کي نسته، هر انسان د ازاد اوسېدلو حق لري. 


۱۷– عموماً مستقيمي لاري او مستقيم خلک د زياترو خلکو خوښ نه وي ځکه دوی تل رښتيا او حقيقت راسپړي. 


۱۸– هغوی چي وائي ژوند کول اسانه دی، داسي نه ده! 


ژوند هيڅکله اسانه نه دئ، بلکې ژوند بايد اسانه جوړکړل سي. ځيني شيان بايد تر نظر تېر ايستل سي او ځيني شيان بايد برداشت سي.


 ۱۹–  ناکامي ستاسو لپاره کاميابي ده!


که چيري منزل ته ونه رسيږی دا لاره تاسو ته يو تجربه سول، تجربه په خپله يوه کاميابي ده.


۲۰– خپل استعداد خپله راويښ کړئ، د بل تشویق ته انتظار کول ځان ضایع کول دي.

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته