تازه سرليکونه
د (صحابه کرام) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د حضرت عمر فاروق رضي الله عنه عدالت
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  September 15, 2019
  0

ژباړه: حشمت الله میاخیل افغان / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


حضرت عمر فاروق رضي الله عنه د خطاب زوى او د رسول الله صلى الله عليه وسلم د لوېو صحابو څخه وو.
د هجرت په ١٣ کال د حضرت ابوبکر صديق رضي الله عنه تر وفات وروسته يي د خلافت د چارو واګی په لاس کې واخیستی.


د حضرت عمر رضي الله عنه د خلافت په وخت کې د فتوحاتو لمن ډېر پراخه شوه او ډېرې سیمې د اسلامي خلافت تر قلمرو لاندي راغلې او په دي ټول قلمرو کې امن او امان، سکون او اطمينان موجود وو او لامل يې د حضرت عمر رضي الله عنه سياست، تدبير، عدل او انصاف وو.


حضرت عمر فاروق رضي الله عنه د اسلامي حکومت ستنې چې بنسټ يې د خاتم النبيين امام المرسلین حضرت محمد صلى الله علیه په مبارکو لاسونو ايښودل شوي وې، داسې مضبوط کړې چې نړيدل يې ممکن نه وو او د اسلامي عدل پر بنا يې د خلافت چاري داسې تنظیم کړې چې د نړۍ هيڅ يوه نظام ورسره سيالي نشواى کولای.


حضرت عمر فاروق رضي الله عنه د خپل خلافت په ټوله موده کې د يو ويښته په اندازه د عدالت له لارې تجاوز ونکړ.
مالدار او غريب د قومونو لويان او کشران په ټولنيز لحاظ د هغه په وړاندې يو شان وو.


د عدل او انصاف واقعات
١.  يو ځل د حج په ورځو کې يې ټول مامورين راوغوښتل او ورته ویې ويل: که څوک شکایت لري زما اړونده؟
حضرت عمرو بن العاص رضي الله عنه د مصر والي او نور لوى لوى مامورين هم موجود وو، يو کس ودريد او و يې ويل چي فلاني حاکم پرته له کومه جرمه سل دورې ووهلم. حضرت عمر فاروق رضي الله عنه ورته وویل پاڅه او خپل بدل تري واخله. حضرت عمرو بن العاص رضي الله عنه وویل :اي اميرالمؤمنينه! په دې کار سره به ټول حاکمان بي زړه شي. حضرت عمر رضي الله عنه وویل :پرته لدې بله لار نشته. دا يي وويل او عرض کوونکي ته يې وويل چې پاڅه او خپل انتقام ترې واخله! آخر حضرت عمرو بن العاص رضي الله عنه د عرض کوونکي خوا ته ورغى او هغه يې په دې راضي کړ چې سل ديناره واخلي او ابراء ورکړي.


يو وخت د قريشو مشران د حضرت عمر رضي الله عنه د ليدلو لپاره راغلل اتفاقاً حضرت صهيب، حضرت بلال او حضرت عمار رضي الله عنهم او ځينې نور کسان هم حاضر وو چې زياتره يې ازاد شوي مريان وو. حضرت عمر فاروق رضي الله عنه لومړی دوی خپل حضور ته راوبلل او د قريشو مشران منتظر پاتې شول.


پر ابو سفیان رضي الله عنه (چي د جهالت په وخت کې د خپلې قبيلې رئیس وو) دا کار ډېر ګران تمام شو او ويې ویل :سبحان الله مريانو د خلافت د دربار اجازه و لرل او موږ انتظار باسو.


يو شمېر نورو وویل :مونږ بايد له حضرت عمر فاروق رضي الله عنه نه شکایت ونکړو، اسلام ټولو ته په يوه آواز بلنه ورکړه څوک چې له خپلې بدبختۍ نه وروسته پاتې شول نن هم باید وروسته پاتې شي!


٣.  يو ځل د غنيمت مال لاس ته راغى، ام المؤمنين حضرت حفصه رضي الله عنها چې د حضرت عمر فاروق رضي الله عنه لور او د خاتم النبيين امام المرسلین حضرت محمد صلى الله علیه بي بي وه د خپل پلار حضورته ورغله او ويې ويل :څه چې زما حق وي رايي کړه! حضرت عمر فاروق رضي الله عنه وویل: لور جانې! ته زما په خاص مال کې حق لري، خو دا د غنيمت مال دی. ته غواړي چې خپل پلار په مغالطه کې واچوې؟ حضرت حفصه رضي الله عنها حيرانه شوه او له خپل ځايه پاڅيده او ولاړه.

 

ماخذ: الفاروق رضی الله عنه،
مؤلف: علامه شبلي نعماني رحمه الله

ـــــــــــــــــــــــــ

د صحابه کرامو ژوندلیکونه

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته