تازه سرليکونه
د (خاتم النبيين ﷺ) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د نبوت دلائل: د کعبي پر بام د حضرت بلال ؓ اذان
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  July 9, 2019
  0

ژباړه: محمد قسیم عربي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


د لمانځه وخت را ورسېد. رسول الله صلی الله علیه وسلم و حضرت بلال ته امر وکړ، چي د کعبې پر بام آذان وکړه. ابو سفیان بن حرب، عتاب بن اسید او حارث بن هشام د کعبې پر شا و خوا ناست وه. عتاب وویل: ”چي خدای پاک زما د پلار سره ښه وکړه، چي ددې آذان د اورېدلو پر وخت ژوندی نه دئ؛ د آذان په اورېدلو سره به هغه خورا خښمېدلی وای.“
حارث وویل: ”هو والله، که چیري زه پوهېدلای، چي دی صلی الله علیه وسلم پر حق دئ، د هغه څخه پېروي او اطاعت مي کوی.“


ابو سفیان وویل: ”هو والله، زه خپله هیڅ نه وایم او که چیري یو څه ووایم، نو دغه شګي به خامخا و هغه ته خبر یوسي.“ 


رسول الله صلی الله وسلم د هغوی خواته راغلی او وې فرمایل: ” قد علمت الذى قلتم "

 یعني د هغه ټولو خبرو څخه چي تاسو یو له بل سره وکړې، خبر سوم او بیا ئې ټولي خبري کټ مټ و دوي ته وویلي.
حارث او عتاب وویل: ”موږ شاهدي ورکوو، چي ته د الله رسول یې. په الله قسم زموږ شاوخوا ته څوک نه وو، چي خبري واوري او تاته ئې رسولي وي. 
(السیرة النبویة لابن هشام)       

 

ــــــــــــــــــــــــــــ

د نبوت حیرانونکي دلائل 

اَذان گویی بِلال بر بام کعبه

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته