تازه سرليکونه
د (شريعت او تجارت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
سوسیالیزم (اشتراکي Socialism) نظام
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  April 10, 2019
  0

لیکنه: مولانا تقي عثماني حفظه الله 
ژباړه: علي الله متوکل الرحمن / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

سوسیالیسټي نظام د ځان سره و بازار ته دا نظریه راوړه، چي د اقتصاد ارزښتناکه او بنسټیز مفاهم ولي و ړانده او کاڼه قوتونو (عرضې او تقاضا) ته پلاس ورکړل سوي دي؟ 


سرمایه داري نظام وایي: «انسان باید هغه شی منځ ته راوړي چي خلک ئې په بازار کي غوښتنه کوي او تر هغه وخته باید منځته راوړل سي ترڅو چي خلک  ئې غواړي.» 


سوسیالیسټي نظام ئې جواب داسي کوي: دا خبره په نظري ډول سمه ده خو په عملي میدان کي څوک ناوخته پوهیږي چي ددې شي تقاضا او طلب کم سوی دی که زیات سوی دی. کیدای سي داسي وخت راسي چي بازار کي د شي طلب کم سوي وي خو پیداکوونکی (کارخاني والا، تجار، صنعتګر...) دا فکر کوي چي د خلکو غوښتنه اوس هم زیاته ده نو تولید زیات کړي، خو هغه په پلور و نه رسیږي، او پایله ئې پر اقتصاد بده اغیزه سي. نو اقتصادي مفاهم او مسائل باید په ړندو او کڼو قوتونو سره حل او اجراء نه سي.


د اقتصاد د څلورو مفاهیمو (د لومړیتوب غوره کول، د امکاناتو تخصیص، د عائداتو وېش او د پرمختګ) لپاره سرمایه داري نظام خپله نظریه وړاندي کړې وه، سوسیالیسټي نظام هم خپله نظریه را وړاندي کړه. هغه دا چي، ټول پیداکوونکي او تولیداتي منابع او امکانات باید د انفرادي ملکیت پر ځای و ټولنیز ملکیت ته وسپارل سي یعني د ټولو منابعو واک دې و حکومت ته ورکړل سي، هغه به د یو پلان او طرحي له مخي ویش کوي چي څومره ځمکه غنم سي، څومره باندي وریجي وکرل سي، څومره باندي پنبه وکرل سي، په څومره کارخانو کي ټوکر تولید سي او څومره کارخانو کي چمپلان جوړ سي. دا ټوله طرحه حکومت جوړوي او هغه کس چي په کارخانه یا ځمکه کي کار کوي د هغه د محنت او کار په اندازه به مزدوري ورکول سي او د مزدورۍ دغه اندازه هم د یوې طرحي له مخي ټاکل کیږي. 


نو د لومړیتوب غوره کول، د امکاناتو تخصیص، د عائداتو وېش او د پرمختګ طرحه ټول د حکومت کار دی. دا چي په اشتراکیت کي ټول کار حکومت د خپلي طرحي او پلان له مخي کوي نو ځکه (Planned Economy) هم ورته وایي. او سرمایه داري نظام چي هرڅه د بازار و قوتونو (عرضې او تقاضا) ته پريښودلي دي نو بازاري اقتصاد (Market Economy) او عدم مداخله اقتصاد ( Laissez Faire Economy) هم ورته وایي.


 دا هغه دوه بېل نظریات دي چي نن په نړۍ کي رواج دي.


د سوسیالیسټي نظام بنسټیز اصول
د سرمایه داري نظام په خلاف سوسیالیسټي نظام د شخصي ملکیت رد کوي او د اجتماعي ملکیت (Collective Property) نظریه لري یعني د تولیداتو منابع شخصي ملکیت نه سي کېدای؛ نه ځمکه د چا شخصي ملکیت ګرځيدای سي او نه کارخانه، دا اول اصل دی . 


دوهم اصل پلان او طرحه جوړونه (Planning) ده، یعني هر کار باید د یو لوی او عمومي پلان او طرحي له مخي وسي.


درېیم اصل ئې ټولنیزي ګټي (Collective Interest) 


څلورم اصل ئې د عائداتو مساوي وېش (Equitable Distribution of Income). 


د سوسیالیسټي نظام پایله 
په دنیا کي د دواړو اوسنیو رواجي  نظامونو تجربي او پایلي واضح سوي. سوسیالیسټي نظام په دنیا کي یو وخت عام او د فیشن په توګه رواج وو، چا چي به ددې نظام په خلاف خبري کولې هغه به د سرمایه داري نظام نماینده بلل کیدی، خو تر څو کلنو تجربه کولو وروسته دا نظام د ځمکي ووهل سو. خپله روسیه وایي: کشکي، د اشتراکیت دغه نظریه د روسيې پر ځای د افریقا په یوه کوچني هیواد کي تجربه کړل سوې وای، لږ تر لږه خو به ئې د تاوان څخه ژغورل سوي وای.


سوسیالیسټي نظام یو غیري فطري نظام دی
ځکه په دنیا کي بې شمېره  اقتصادي موضوعات دي، که داسي ئې وګڼو چي دا ټول د یوې ټولنیزي طرحي او پلان له مخي حل کېدای سي نو یقین وکړئ چي دا کار نا شونۍ دی. 


واده کول هم یوه ټولینزه مسئله ده؛ د واده لپاره نارینه یوه مناسبه ښځه غواړي او ښځه یو مناسب خاوند. اوس که څوک دا وایي چي د واده کولو نظام د خلکو و خوښي او مرضۍ ته پریښودل سوی دی؛ نو خرابیاني په کښي موجودي دي؛ طلاقونه را منځته کیږي، کورونه ورانیږي او د دواړو په منځ کي درز او فاصله ایجاد کیږي. نو ددې د حل لپاره دي دا نظام حکومت ته وسپارل سي، ترڅو هغوی د یوه ټولنیز پلان او طرحي له مخي دا معلومه کړي چي کومه ښځه د کوم نارینه لپاره ښه ده او کوم نارینه د کومي ښځي لپاره ښه دی. 


دا ښکاره خبره ده که څوک ددې موضوع حل پدې طریقه کوي، نو  دا یوه غیري فطري لار ده، چي د ښه پایلي هیڅ امید نه سي ځني کېدای. 


دا صورت حال په سوسیالیستي نظام کي سته، ټول کارونه د پلان او طرحي له مخي کیږي، اوس سوال دا دی، چي دا پلان او طرحه څوک رامنځته کوي؟ ښکاره خبره ده حکومت، حکومت څه شي دی؟ حکومت د ملائیکو ډله نه ده، بلکي د انسانانو څخه جوړ دی، ددې انسانانو د خیانت نه کولو ضمانت څوک کوي؟ دوی نه د آسمان څخه فرشتي راکښته سوي دي او نه معصومیت له ځان سره ګرځوي.


و مو لیدل چي دې نظام ډېر سرمایه داره ختم کړه او مقابل کي ئې دولتي سرمایه داران را منځته سول، اوس د سوسیالیستي نظام رامنځته کوونکي ددې نظام په نوم یادولو هم شرمیږي.


سرچینه: اسلام او نوي اقتصادی مسائل

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته