تازه سرليکونه
د (احکام) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
نیت مو څنګه باید اصلاح او خالص شي ؟ (۳)
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  March 13, 2019
  0

ليكنه : مفتي احسان الله رشاد


د الله د بندګۍ لپاره تر هر څه اول نیت کولو اړین دي ، بې له نیته عبادت او بندګي بې سوده او عبث ده ، او نیت بیا بې له اخلاصه ریا او ګناه ده ، پر نیت هلته حساب مرتب دی ، چې نیک او یوازي د الله لپاره وي ، بل څه نه وي ورګډ شوي ، الله رب العزت فرمايې :

{وَمَا أُمِرُوا إِلَّا لِيَعْبُدُوا اللَّهَ مُخْلِصِينَ لَهُ الدِّينَ} [البينة: ۵] .
(او دوی ته له دې ماسوا بل حکم نه وو سوی ، چې دوی د الله داسي بندګي وکړي ، چې بلکل په بېغمي د هغه ( الله ) لپاره يې ځانګړي کړي وي.)


او اخلاص د زړه عمل دی ، د الله جل جلاله څخه ماسوا نور نه ورباندي خبریږي ؛ اخلاص دا دی : چې په ټولو عباداتو کې هغه که ظاهري وي او که باطني ، په هغه کې مطلب او مقصد یوازي یو الله وي ، بل څوک به ورسره ملګری نه وي .
علامه امام غزالي رحمه الله تعالی په إحياء علوم الدين (۴/ ۳۶۲) کې وايې : په دې زه نه پوهېږم ، چې هغه څوک چې د نیت حقیقت نه پېژني ، هغه به نیت څرنګه خالص او اصلاح کړي ، او هغه څوک به څنګه نیت صاف کړي ، څوک چې نیت پېږني نه! .


د دې مطلب دا دی ، چې د نیت د صحت لپاره تر ټولو اول باید نیت وپېژندل شي ، څوک چې د نیت حقیقت نه پېژني ، هغه به نیت صفا څرنګه کړې؟


علامه انور شاه کشمیري رحمه الله تعالی په حجة الله البالغة (۱/ ۲۹۳) کې نیت داسي را پېژني : نیت ، قصد او عزیمت ته وايي ، او دلته ( یعنی: په عباداتو کې ) هغه علَّت غائي ترینه مراد دی ، چې کله يې انسان تصور وکړي ، نو دا تصور يې پر عمل کولو باعث ګرځوي ، د مثال په توګه لکه : د الله جل جلاله څخه د ثواب طلب او یا د الله تعالی څخه د رضا طلب ؛ د دې مطلب دا دی ، چې د نفس په صافوالي او د نفس د کږوالي په سموالي کې د اعمالو تر هغو هیڅ اثر نشته ، تر څو پوري چې له دېنه وړاندي د یاد تصور شتون نه وي راغلی ، یعني هغه تصور چې د نفس اصلاح ورباندي کیږي ؛ د عادت او د خلکو د پیروي ، ریاء، سُمعت او د خپل خوی د پوره کولو له امله نه وي صادر شوی ، لکه : د غیرتمند جنګ ، چې د جنګ کولو څخه صبر نشي کولای ؛ نو که له کفارو سره جهاد کول اصل مقصد نه وای ، بیا به یاد خوی هم د مسلمانانو د قتال له جملې څخه حسابل شوی وای ؛ لکه له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه چې پوښتنه وشوه ، چې یو سړی د ریاء لپاره قتال کوي او بل بیا د غیرت له امله قتال کوي ، نو کوم یو د الله په لار کې دی ؟ ده ورته وفرمایل : څوک چې د الله د کلمې د لوړوالي لپاره قتال کوي ، همدا د الله په لار کې دی .


په دې حدیث کې فقه او علم دا دی ، چې د زړه عزیمت روح دی ، او اعمال يې آثار دي .


عمر بن الخطاب رضي الله تعالی عنه و ابو موسی الأشعري رضي الله تعالی عنه ته د قضاء د اهمیت په اړه یو اوږد لیک ولیږی ، په هغه کې یوه خبره دا هم وه : چې د چا چې د حق په اړه نیت خالص وي ، که څه هم د ځان لپاره وي ، الله به د ده او د خلکو په منځ کې ورته کافي شي ، او څوک چې خلکو ته ځان په هغه څه سپین وښايې کوم چې د ده په زړه کې نه وي ، الله به يې رسوا کړي . (السنن الكبرى للبيهقي: ۱۰/ ۲۵۳)


علامه ابن قيم رحمه الله تعالی د عمر بن الخطاب رضي الله تعالی د ياد قول د نقل نه وروسته وایې : دا دوې خبري د علم له خزانو څخه دي ، اوله خبره ، د خیر سرچینه او اصل ده ، او دوهمه خبره د شر بیخ او بنسټ دی ؛ ځکه د بنده چې کله نیت د الله لپاره شي ، او قصد و فکر او عمل یې د الله د رضا لپاره وي ، نو الله ور سره وي ، ولي چې الله رب العزت د هغه چا ملګری دی ، څوک چې تقواداره او نیکوکاره وي ؛ او د تقوا او د نیکۍ اصل بنیاد ، د حق په اقامت کې د الله لپاره نیت کول دي ؛ نو د چا سره چې الله ملګری وي ، نو څوک به ورباندي غالب شي ؟ او د چا سره چې الله وي ، له چا نه به وويریږي ؟ او که الله ورسره ملګری نه وي ، د چا نه به امید وساتي ؟ او د چا نه به کومک وغواړي ؟ او څوک به يې مدد وکړي ؟


او الله د هغه چا مددګار دی ، څوک چې د الله په لار کي جهاد کوي ، او د دې لپاره جنګ کوي ، چې د الله خبره لوړه شي ؛ الله د هغه چا کومک نه کوي ، څوک چې د نفس او هوا لپاره کار کوي ، ځکه دا بیا د متقیانو او محسنینو له ټولۍ څخه نه حسابل کیږي . (إعلام الموقعين عن رب العالمين:۲/ ۱۲۱)


د نیت د صفايې لپاره دا اړینه ده ، چې سړی د خپل ظاهر او باطن اصلاح وکړي ، الله رب العزت فرمايې :
﴿
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لِمَ تَقُولُونَ مَا لَا تَفْعَلُونَ * كَبُرَ مَقْتًا عِنْدَ اللَّهِ أَنْ تَقُولُوا مَا لَا تَفْعَلُونَ ﴾ [الصف: ۲ - ۳].
ژباړه : اې ایماندارو! تاسو ولي هغه څه وایاست کوم چې تاسو يې نه کوئ ، د الله په نزد دا خبره ډیره بده ده ، چې تاسو داسي خبره وکړی ، کومه چې کوئ يې نه .


او دا خبره حقیقت ده ، چې څوک د آخرت لپاره کار وکړي ، الله به يې د دنیا د کارو لپاره کافي جوړ شي ، او څوک چې د ځان او الله په منځ کې ځان صاف جوړ کړي ، الله به د ده او د خلکو په منځ کې جوړونکی شي ، او څوک چې خپل باطن جوړ کړي ، الله به يې ظاهر ورسره برابر کړي .


د نیت د اصلاح لپاره تر ټولو اهم ، لازم او ضروري هغه علم دی ، ولي چې ډیر ځله عیبونه او آفتونه زړه ته د بې علمۍ او ناپوهۍ له لاري راځي ، څوک چې له حلال او حرامو څخه خبر نه وي ، هغه به د ځان اصلاح څنګه وکړي ؟ خپل نیت به څرنګه خالص کړي ؟ تر ټولو ضروري خبره دا ده ، چې د علم په ذریعه د نفس له عیبو نه ځان وژغورل شي .


او پر حق باندي د قائم پاته کېدلو او د نیت د خالص جوړلو لپاره تر ټولو ښه وسېله علم او تعلَّم ده .


ابو محمد عبد الله بن ابي جمره رحمه الله تعالی وايې : زما ډیر زړه دا غواړي ، چې یوه ټولۍ فقهاوو یوازي دا کار کولای ، چې خلکو ته د اعمالو مقاصد ور زده کړي ، او یوازي د اعمالو د نېتو لپاره ناست وای او په دې اړه يې درس ورکولای ، ولي چې ډیری خلکو ته چې مشکل پيښيږي ، هغه له دې لاري ورته رسیږي .


نور بیا...

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته