تازه سرليکونه
د (قران کريم) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د قران کریم اعجاز مسلمان کړم (طه یاسین)
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  April 3, 2022
  0

ژباړه: علي الله متوکل / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

 زما نوم طه یاسین دی، د دري دیرشو کالو یم او زه په مصر د قاهرې په ښار کي په الازهر پوهنتون کي مسلمان سوم. زه په پولنډ کي زیږیدلی یم او مخکنی نوم مي رافییل اوزالک دی.


موږ چیري پیدا کیږو دا زموږ پلاس نه دي خو موږ څنګه ژوند کوو دا زموږ په لاس ده.


نو ځکه مي خپل هیواد پریښود او برطانیې ته راغلم. د حاتم سره مي کار شروع کړ؛ حاتم یو مصری اشپز وو له ده سره مي ښه ملګرتیا سوه. دده غوندي څوک ما په ټول پولنډ کي نه وو لیدلي، ده ماته داسي احساس راکوی لکه زه چي خپل کور یم.


طه یاسین په برطانیه کي خپلو زده کړو ته ادامه ورکړه او په عربي او اسلامیاتو کي ئې په لیډز (Leeds) پوهنتون کي زده کړي شروع کړې. د اسلام سره ئې بلدتیا نوره هم ډیره سوه.


دی وايي: زه لا مسلمان سوی نه وم، یوه ورځ په پوهنتون کي پروفیسر انګلیسي قران کریم مخته نیولی وو او په خواږه او لوړ ږغ ئې وایه او تفسیر ئې کاوه. په حقیقت کي دا زما اول ځل وو چي قرآن کریم مې اوریدی پر ما ئې ډیر تاثیر وکړ. 
طه یاسین د قرآن کریم د انګلیسي ژباړي مطالعه شروع کړه ځکه دی د خپل پروفیسر د ژباړي څخه متاثره سوی وو.  په قرآن کریم کي ئې پلټنه کول خو کوم څه ئې لاس ته نه ورتلل ځکه چي دده سره د رسنیو په خاطر د اسلام منفي فکر ورسره وو. خو یوه ورځ دا هرڅه تغیر سول.


طه یاسین وایي: زه په خونه کي یوازي وم، د کور برق مو نه وو نو ما شمعه روښانه کړه تر څو یو څه مطالعه وکړم او د قرآن کریم هغه انګلیسي ژباړه چي ما د لیډز پوهنتون د کتابتون څخه را اخیستې وه هغه مې و مخته وغوړول په ویلو مي ئې شروع وکړه. پدې وخت کي شمعه مړه سوه او خونه په یوه لحظه کي توره تیاره سوه.


زه سخت وبېرېدم، او ددې په شان زه هیڅکله نه وم بېرېدلی، یوه دقیقه یا دوې دقیقې مې ځان ته ښور نه سوای ورکولای وروسته مي شمعه روښانه کړه او د قرآن کریم تلاوت مي شروع کړ او د سورة البقرې ۱۶۴  ایت مي مخي ته راغلی:


(إِنَّ فِي خَلْقِ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَاخْتِلَافِ اللَّيْلِ وَالنَّهَارِ وَالْفُلْكِ الَّتِي تَجْرِي فِي الْبَحْرِ بِمَا يَنفَعُ النَّاسَ وَمَا أَنزَلَ اللَّهُ مِنَ السَّمَاءِ مِن مَّاءٍ فَأَحْيَا بِهِ الْأَرْضَ بَعْدَ مَوْتِهَا وَبَثَّ فِيهَا مِن كُلِّ دَابَّةٍ وَتَصْرِيفِ الرِّيَاحِ وَالسَّحَابِ الْمُسَخَّرِ بَيْنَ السَّمَاءِ وَالْأَرْضِ لَآيَاتٍ لِّقَوْمٍ يَعْقِلُونَ)


طه یاسین وایي چي په لنډ ډول وایم چي الله جل شانه پدې ایت کي فرمایي چي په هرڅه کي چي موږ ئې په خپل روزمره ژوند کي وینو، د هغو کسانو لپاره چي فکر کوي او خپل عقل استعمالوي علامي او دلایل سته.

 


 

دغه ایاتونه زما لپاره لویه اشاره وه ځکه ما یوه لارښود ته ضرورت درلودی او الله رب العزت و ماته لارښوونه وکړه. ما ټول قران کریم مطالعه کړ او هر چیري چي به تلم قرآن کریم به مي راسره وړی.


خو بیا هم طه یاسین ددې حقیقت د پوهیدلو سره سمدستي اسلام قبول نه کړ، بلکي د اسلام په هکله ئې نور هم خپله مطالعه او پلټنه ډیره کړه. هغه وو چي یو کال وروسته دی د پوهنتون لخوا و مصر ته واستول سو. 


طه یاسین وایي: مخکي تردې چي زه و مصر ته ولاړ سم ما د اسلام په هکله پوره او سم معلومات درلودل خو مسلمانان مي نه وه مطالعه کړي. په مصر کي زه د حاتم د خوریي سره پاته سوم د هغه ژوند او کړو وړو ته په کتلو زه پوه سوم چي اسلام حق دین دی. 


خو بیا به هم ما ویل که چیري زه مسلمان سم نو دا به زما د مور او پلار سره، د قریبانو سره، زما د ټولني او زما د هیواد سره زما خیانت وي نو ځکه به یو عالم فکرونو ډوب کړم.


یوه شپه ما خوب لیدی چي مړ سوی یم، کله چي د خوبه راوغورځېدم سخت بیرېدلی وم. د ملګري و اطاق ته ورغلم او ږغ مي پر وکړ ای محمده! راپورته سه! زه غواړم اسلام ومنم. نو موږ و الازهر ته ولاړو هلته مفتیان وه ماته ئې وویل چي کلمه شهادت راسره تکرار کړه نو ما هم ورسره وویل:


 اشْـهَدُ أَنْ لا إِلـهَ إِلاّ الله ، وَأَشْـهَدُ أَنَّ مُحَمّـداً عَبْـدُهُ وَرَسـولُه


دوی راته وویل اوس ته مسلمان سوې، ما او ملګري سره وخندل او د الازهر څخه دباندي را ووتلو، پر چوکۍ کښېنستلو او چای مو راوغوښتلې. ما د ځان سره ویل: ایا زه د رښتیا مسلمان سوم؟! په دې حالت کي زه ډېر خوشحاله وم.


اوس زه د غیرمسلمانو لپاره داسي فکر کوم لکه د هغوی پر سترګو چي یو شی وي او هغوی حقیقت نه ویني. ما چي کله د شهادت کلمه وویل داسي احساس مي کوی لکه د سترګو څخه چي مي یوه پټی لیري سوې وي. ډیر څه وه چي پخوا مي نه سوای درک کولای خو اوس به مي ئې په اړه ښه فکر کاوه. 


اسلام د ژوند لار او منهج دی او قرآن کریم یوه نقشه ده، زه و هغه ته د نقشې په سترګه ګورم. زموږ د ټولو منزل یو دی، خو د تلو لاري او طریقي مو بېلي دي. موږ ته خپله لار نه معلومیږي.


زه وایم فقط قرآن در واخلئ او تلاوت ئې کړئ نو پوه به سئ. که تاسي غواړی چي کامیابه سی نو باید قرآن تلاوت کړئ.
له کومه راهیسي چي زه مسلمان سوی یم، د مور او پلار سره مي اړیکي هم ډیري ښه سوي دي. دوی ما ویني چي زه د دوی مسؤلیتونه ورپوره کوم او خدمت ئې کوم. زه د دوی لپاره اوس مهربانه، صابر او د ښو اخلاقو څښتن یم او زه داسي فکر کوم چي تردې پورته تقاضا دوی هم نه لري. 

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته