تازه سرليکونه
د (صحابه کرام) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د ابوبکر ؓ په اړه ایتونه او دده لومړني کارونه
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  February 11, 2019
  0

ژباړه: احمد الله ابوالبدر / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


ابوبکر رضی الله عنه په جاهلیت کي تر ټولو پاک سړی وو


حضرت عایشه رضی الله عنها فرمايي چي ابوبکر په جاهلیت کي او اسلام کي شعر ندی ویلی او ابوبکر او عثمان په جاهلیت کي له شرابو لاس اخیستی وو.


د اصحابو په ډله کي یو چا د ابوبکر رضی الله عنه څخه پوښتنه وکړل چي تا په جاهلیت کي شراب څښلي دي؟
ده وویل: پناه په الله! ما غوښتل چي خپل عزت وساتم خپله مېړانه خوندي کړم، څوک چي شراب څښي خپل عزت او مېړانه له لاسه ورکوي.


کله چي دغه خبره رسول الله صلی الله علیه وسلم ته ورسېده، رسول الله صلی الله علیه وسلم دوه واره وویل: ابوبکر رښتیا ویلي دي.

 

هغه آیاتونه چي د ابوبکر په ستاینه کي نازل سوي دي


(ثَانِيَ اثْنَيْنِ إِذْ هُمَا فِي الْغَارِ) التوبة: ۴۰
کله چی دوی په غار کي وه، ابوبکر په دوو کي دویم وو


(فَأَنزَلَ اللَّهُ سَكِينَتَهُ عَلَيْهِ) التوبة: ۴۰
الله تعالی پر ابوبکر ارامي راوستل


(ځکه رسول الله (علیه السلام) د تل لپاره ډاډه ز‌ړه درلودی)


(وَشَاوِرْهُمْ فِي الْأَمْرِ) آل عمران: ۱۵۹
په کار کي د دوی سره مشوره کوه


ابن عباس رضی الله عنهما وویل: دغه آیت د ابوبکر او عمر په هکله نازل سو.


(وَلِمَنْ خَافَ مَقَامَ رَبِّهِ جَنَّتَانِ) الرحمن: ۴۶
د هغه چا لپاره چي د رب (په وړاندي) له درېدو څخه بېره لري دوه جنتونه دي.


ابن شوذب وویل: دغه آیت د ابوبکر رضی الله عنه په هکله نازل سو.


مجاهد وویل: کله چي دغه ایت نازل سو:
 ( إِنَّ اللَّهَ وَمَلائِكَتَهُ يُصَلُّونَ عَلَى النَّبِيِّ) الاحزاب: ۵۶
نو ابوبکر رضی الله عنه وویل: ای د الله رسول! الله ستا په هکله داسي ګټور شئ نازل کړی دی چي موږ پکښي نه یو نو دغه آیات نازل سو:


(هُوَ الَّذِي يُصَلِّي عَلَيْكُمْ وَمَلائِكَتُهُ) الاحزاب: ۴۳
الله هغه دی چي پر تاسو رحمت کوي دده ملایکي هم (درود وايي).


(وَوَصَّيْنَا الْإِنسَانَ بِوَالِدَيْهِ إِحْسَانًا) الاحقاف: ۱۰
موږ انسان ته وصیت کوو چي د خپل مور او پلار سره دي احسان کوي.


ابن عباس رضی الله عنهما وویل: دغه آیت د ابوبکر په هکله نازل سو.

 

د ابوبکر رضی الله عنه په اړه نو ډیر آیاتونه هم سته دا یو نمونه وه.


لاندي کارونه تر ټولو مخکي ابوبکر وکړل


تر ټولو مخکي مسلمان سو.


تر ټولو مخکي يې قرآن جمع کړ.


تر ټولو مخکي ده پر راټول سوي قرآن د مصحف نوم کښېښودی.


تر ټولو مخکي د خلیفه الرسول نوم ورکړل سو.


تر ټولو مخکي ده د ځان لپاره د بیت المال څخه ځان ته معاش وټاکی ځکه دی د مسلمانانو په کارو بوخت وو خپل تجارت ته فارغه نه وو، په لومړي سر کي ده ته د کاله دوه زره درهمه ورکول کېده.


بیا ده وویل: زما عیال او کورنۍ غټه ده معاش را زیات کړی بیا ده ته دوه نیم زره ورکول کېده.


ابوبکر رضی الله عنه ته چي به مال راغلی ده به د خلکو تر منځ په برابر ډول وويشی، ده به وسلې، سامان او اوښان رانیول د خدای په لار کي يې مصرفول.


تر تولو مخکي ابوبکر ته په اسلام کي لقب ورکول سو دا لقب دعتیق په نوم وو.


تر ټولو مخکي ده بیت المال منظم کړی.

 

ماخذ: د اسلام د خلفاوو تاریخ/ علامه جلال الدین سیوطي رحمه الله

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته